Author: Bina TV

د فضل ربي سالنګي په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د غلچکي بریدونو ډله وایي، چې په پروان ولایت کې یې په یو غلچکي برید کې ۳ طالب وسله وال وژلي دي. د ملي مقاومت جبهې د غلچکي بریدونو د ډلې له خوا په نشر شوې اعلامیه کې راغلي، چې نن دوشنبه د قوس میاشتې په ۶ نېټه یې د پروان ولایت شیخ علي ولسوالۍ په کوتل شبیر سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته ډله ییز برید کړی دی. په اعلامیه کې راغلي د دواړو خواوو ترمنځ جګړې یو ساعت دوام وکړ، چې په پایله کې یې ۳ طالبان…

نور یی ولوله

د روغتیا نړیوال سازمان (‌WHO) په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي چې د دغه هېواد له هرو دوو وګړو څخه یو یې له رواني ستونزو سره مخ دی. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که څه هم ټول افغانستان وګړي له تراژیکو پېښو او رواني-ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، خو دغه وضعیت د لږ تر لږه د ۱۳ ولایتونو د اوسېدونکو لپاره په یو “سخت بحران” بدل شوی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلی دی: «له هرو دوو افغانانو څخه یو یې د رواني خفګان…

نور یی ولوله

مطیع الله ویسا د طالبانو د رژیم له بند څخه ۲۱۵ ورځې وروسته خوشې شو.عطاالله ویسا په خپله “ایکس” پاڼه کې د خپل ورور مطیع الله ویسا خوشې کېدل تایید کړی دی. طالبانو نږدې اوه میاشتې مخکې د انجونو او هلکانو د پوهنې دغه فعال د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د جاسوسۍ په تور نیولې وه.د ښاغلي ویسا نیول او زنداني کېدل د بېلابېلو هېوادونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بېلابېلو بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شول.د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو غوښتلی وو چې ښاغلی ویسا خوشې کړي. مطیع الله ویسا د…

نور یی ولوله

د پاکستان پخوانی سياستوال او سناتور افراسياب خټک «بينا» ټلويزيون ته وويل، چې د پاکستان د مدني ټولنې لسګونه غړي پرون ماښام په اسلام اباد کې د افغانستان کډوالو د غوښتنو لپاره راټول شوي وو، خو پاکستاني پوليسو يې د لاريون مخه ونيوله. ښاغلي خټک وويل: «پوليسو لومړى لاريون کوونکي ګواښلي او بيا يې د دوو ساعتونو لپاره د لاريون په ځاى کې توقیف کړي ول.» د پاکستان حکومت د راتلونکي کال د جنوري لومړۍ نېټه له پاکستانه د افغانستان کډوالو د جبري ایستلو وروستۍ ورځ ټاکلې ده. پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دې پریکړې د عملي کولو لپاره…

نور یی ولوله

دوه ورځې وړاندې د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۳مه) د هرات ولایت د علماو شورا د غړي حجت الاسلام اعتمادي په وینو لړلی او په مرمیو لګېدلی جسد په غوریان ولسوالۍ کې له خپل کور سره نږدې وموندل شو. دغه ديني عالم چې د غوريانو ولسوالۍ د خاشرود په کلي کې د جامع جومات خطيب و، يوه ورځ مخکې د ناپېژانده وسله والو له لوري له موټر څخه ښکته او نامعلوم ځاى ته يووړل شو. د خاشرود کلي يو اوسېدونکی، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي “بينا” ټلويزيون ته وويل: «ښاغلي اعتمادي د مړي د ښخولو له…

نور یی ولوله

د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انسټیټیوټ وايي، د ۲۰۲۳ کال د ښځو د نړیوال وضعیت په شاخص کې د نړۍ په ۱۷۷ هېوادونو کې افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد و. د دغه انسټیټیوټ مشر جیني کوګلمن د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو راپور خپور کړ او ویې ویل: «د افغانستان ټولیزه نمره د ۲۰۱۷ کال په پرتله نږدې ۳۰ سلنه ټیټه ده او لامل يې د تاوتريخوالي د کچې خرابېدل او د ټولنې د مصونيت خرابېدل دي.» په دغه راپور کې چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په مالي لګښت د جورج ټاون انسټیټیوټ او…

نور یی ولوله

د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې په اتلسمه ورځ، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اورشلیم ته سفر وکړ چې له اسراییلو سره د خپل هیواد پیوستون اعلان کړي او د ټولو یرغمل‌شویو خوشې کولو ډاډ ترلاسه کړي. ښاغلي مکرون تایید کړه چې پر اسراییلو د حماس په برید کې ۳۰ فرانسوي اتباع وژل شوي او د دغه هېواد ۹ نور اتباع د حماس له خوا یرغمل شوي دي. هغه د دغو فرانسوي اتباعو وژنه د “تاریخ یوه توره پاڼه” وبلله.د دغه سفر په ترڅ کې ښاغلي مکرون د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې وړاندیز…

نور یی ولوله

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د مشر له خوا د «عمومي عفوې» له اعلان سره سره، بیا هم د دې ډلې جنګیالیو د افغانستان د پخواني حکومت په سلګونو نظامي سرتیري او همداراز حکومت ته اړوند ملکي وګړو تعقیبولو، نیولو، شکنجه کولو او د هغوی وژلو ته دوام ورکړی دی. د پخواني حکومت د پوځ لوى درستيز جنرال ياسين ضياء چې اوس د افغانستان د ازادۍ د جبهې مشر دى، “بينا” تلويزيون ته وايي چې دا مهال د پلچرخي په زندان کې او د طالبانو د استخباراتو په رياست کې یوازې شاوخوا يوولس زره کسان…

نور یی ولوله

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته، دغه هېواد د پوهنتونونو د استادانو د تېښتې له څپې سره مخ شو. د “بینا تلویزیون” موندنې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې له ۳۷ دولتي پوهنتونونو او ۱۳۷ خصوصي پوهنتونونو څخه یو زرو او ۱۲۹ استادان له افغانستانه وتلي دي. زیاتره استادان چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې تدریس ته د دوام ورکولو پر ځای له افغانستان څخه د وتلو لاره غوره کړې، د ماسټرۍ یا دوکتورا سندونه لري.د کابل پوهنتون د يوه پوهنځي پخوانى رييس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د طالبانو له…

نور یی ولوله