مطیع الله ویسا د طالبانو د رژیم له بند څخه ۲۱۵ ورځې وروسته خوشې شو.
عطاالله ویسا په خپله “ایکس” پاڼه کې د خپل ورور مطیع الله ویسا خوشې کېدل تایید کړی دی.
طالبانو نږدې اوه میاشتې مخکې د انجونو او هلکانو د پوهنې دغه فعال د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د جاسوسۍ په تور نیولې وه.
د ښاغلي ویسا نیول او زنداني کېدل د بېلابېلو هېوادونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بېلابېلو بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شول.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو غوښتلی وو چې ښاغلی ویسا خوشې کړي.
مطیع الله ویسا د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې لسګونه کورنی ښوونځي جوړ کړل او کلیوالو سیمو ته یې په سفرونو خلک به یې هڅول چې خپل زامن او لوڼې ښوونځیو ته واستوي.