Author: Bina TV

په پروان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چاراکي وایي، چې د سالنګ تونل د رغونې چارې تر راتلونکو دوه اونیو بشپړیږي او دغه لویه لار به د مسافر وړونکو موټر پر وړاندې خلاصه کړي. د پروان والي عبدالعلي قدرت الله امیني د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۸ نېټه د سالنګ لوی لارې د کار جریان څخه د لیدنې پر مهال وویل، په لومړي قدم کې به دا لار د مسافر وړونکو موټرو او وروسته به د بار وړونکو موټرو پر وړاندې خلاصه شي. په همدې حال کې د سالنګ لوی لارې مطبوعاتي دفتر په خپره کړې اعلامیه…

نور یی ولوله

د ترکیې رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هېواد پولیسو ۱۵۶ افغان پناه غوښتونکي په بېلا بېلو عملیاتو کې نیولي دي. د ترکیې پولیسو د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۸ نېټه خبر ورکړی، چې په وان، عثمانیه او اغری ښارونو کې یې د عملیاتو پر وخت یاد افغان پناه غوښتونکي نیولي دي. ویل کیږي، چې دغه پناه غوښتونکي په څو پټو ځایونو کې وه، چې د پولیسو په عملیاتو کې پیدا او نیول شوي دي. د راپور په بنسټ پولیسو دغه نیول شوي، پناه غوښتونکي په وان، عثمانیه او اغری کې د کډوالو ادارې ته سپارلي دي. په…

نور یی ولوله

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو دفتر اوچا راپور ورکړی، چې په ټولیز ډول په روان ژمي کې د هرات زلزله ځپلي ۱۷۳ مېلیونه ډالره مرستې ته اړتیا لري. دغه دفتر د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ ۸ نېټه په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې لیکلي، چې تراوسه ۳۷.۵ مېلیونه ډالر د هرات زلزله ځپلو لپاره راټول شوي دي. اوچا همدارنګه ویلي، تراوسه د هرات زلزله ځپلو ۲۴۲ زره او ۴۰۰ کسو ته مرسته رسیدلې ده. اوچا همدارنګه ویلي: « ۲۷۵ زره کسانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۷۳ مېلیونه ډالر اړتیا ده؛ خو تراوسه ۳۷.۵ مېلیونه ډالر راټول شوي،…

نور یی ولوله

د نړۍ د سولې له وضعیت څخه په تازه خپاره شوي راپور کې افغانستان د نا امن ترین او ایسلینډ د امن ترین هېواد په توګه وپېژندل شوي دي. په ټولنه کې د امنیت او خوندیتوب کچه، داخلي او نړیوال موجوده تاوتریخوالی، په هېواد کې امنیتي کچه هغه مرحلې دي، چې پدې راپور کې څیړل شوي دي. د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له خوا په نشر شوي راپور کې راغلي، چې سږ کال افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امن هېواد دی. پدې راپور کې د نړیوالې سولې او نا امنۍ په موخه د سیمې ۱۶۳ خپلواک هېوادونه چې د…

نور یی ولوله

په بدخشان ولایت کې ځینې سرچینې وایي، چې د طالبانو استخباراتو په بدخشان ولایت کې د حزب تحریر ۴۵ غړي نیولي دي. بینا تلوېزیون ته یوې سرچینې ویلي، دغه کسان د تیرې یوې اونۍ راهیسې د بدخشان ولایت په بېلا بېلو سیمو کې نیول شوي دي. سرچینې زیاته کړې، دغه کسان په دوه بېلا بېلو عملیاتو کې نیول شوي، چې ۲۰ تنه یې په لومړي ځل او ۲۵ نور بیا په دویم ځل عملیاتو کې نیول شوي دي. سرچینه وایي، د حزب تحریر ډلې د نیولو لړۍ روانه ده او دوي د داعش تروریستي ډلې سره د اړیکو د لرلو…

نور یی ولوله

افغانستان ته په زور د غیرې قانوني افغان کډوالو د ستنولو په لړۍ کې د پاکستان پولیسو یو افغان خبریال د ویزې او قانوني اسنادو په شتون کې نیولی دی. په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون په خپله اعلامیه کې لیکلي، چې د سې شنبې په ورځ د قوس میاشتې په ۷ نېټه د پاکستان پولیسو افغان خبریال محمد جان تمکین او د هغه کورنۍ نیولې ده. دغه فدراسیون ویلي، چې دغه افغان خبریال د یو نیم کال راهیسې د اسلام اباد په «باره کو» سیمه کې اوسېده، چې نن د پاکستان د پولیسو له لورې نیول شوی…

نور یی ولوله

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، تمه لري په افغانستان کې داسې حکومت جوړ شي، چې ټول قومونه پکې ګډون ولري. ښاغلي کنعاني چې د دوشنبې په ورځ د قوس په ۶ نېټه یې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، ټول باید د یو داسې حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي، چې د افغانستان د ټولو قومونو استازولي وکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، حکومت یې په افغانستان کې د امنیت د پایښت په لټه کې دی؛ ځکه چې په افغانستان کې امنیت په ایران کې د امنیت په معنا دی.…

نور یی ولوله

د پاکستان پوځ دعوه کوي، چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر پوځ ځانمرګی بریدګر د افغانستان اوسیدونکی وه. د پاکستان د پوځ په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې بریدګر د تحریک طالبان پاکستان د یوې شاخې د قوماندان حافظ ګل بهادر اړوند وه، چې په شمالي وزیرستان کې فعالیت لري. دغه برید د یکشنبې په ورځ د قوس په ۵ نېټه د خیبر پښتونخوا د بنو ښار په بکاخیلو سیمه کې د پاکستان پر پوځ شوی، چې په پایله کې یې دوه ملکي وګړي وژل شوي، ۷ ملکي وګړي او ۳ پاکستاني پوځیان پکې ټپیان شوي دي.…

نور یی ولوله

د «انقلاب زنان افغانستان» تر نامه لاندې معترضې میرمنې یو ځل بیا د انجونو د ښونځیو او پوهنتونونو د خلاصېدو غوښتونکې شوې دغه میرمنو د یکشنبې په ورځ د قوس میاشتې په ۵ نېټه په خپل اعتراض کې ټینګار کړی، چې د طالبانو له لورې د انجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل یو له تاوتریخجنو پرېکړو څخه ده. د دوي په وینا د طالبانو په حاکمیت کې افغان میرمنې له ټولو انساني حقونو څخه بې برخې دي. دا معترضې میرمنې وایي، چې میرمنې او حتآ سړي د بېکارۍ او فقر له وجې ځان وژنې ته مجبور…

نور یی ولوله

د سرپل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند دین محمد نظري وایي، دغه پېښه تیره شپه د قوس میاشتې په ۵ نېټه د دې ولایت صیاد ولسوالۍ په دارقدوغ سیمه کې شوې ده. وژل شوی کس نصیر احمد نومیږی او شل کلن وه.ویل کیږي، چې نوموړی تیره شپه په خپل کور کې د ټوپک په مرمیو وژل شوی دی. تراوسه د وژل شوي کس د قتل څرنګوالی ندی معلوم؛ خو د سرپل ولایت امنیه قومداني وایي، چې میرمن یې نیول شوې او لومړنۍ څیړنې ترې روانې دي. دا پداسې حال کې ده، چې پدې وروستیو کې د مرموزو وژنو پېښو زور…

نور یی ولوله