د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، تمه لري په افغانستان کې داسې حکومت جوړ شي، چې ټول قومونه پکې ګډون ولري.
ښاغلي کنعاني چې د دوشنبې په ورځ د قوس په ۶ نېټه یې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، ټول باید د یو داسې حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي، چې د افغانستان د ټولو قومونو استازولي وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، حکومت یې په افغانستان کې د امنیت د پایښت په لټه کې دی؛ ځکه چې په افغانستان کې امنیت په ایران کې د امنیت په معنا دی.
نوموړي وویل: موږ د دې کار لپاره سیمه ییزې هڅې او کارونه ګټور بولو، زموږ دریځ په تېرو دوو کلونو کې په همدې چارچوب کې تعریف شوی دی، موږ په افغانستان کې د هیڅ سیاسي ډلې د ملاتړ په لټه کې نه یوو.
ښاغلي کنعاني زیاته کړې، ټول باید په افغانستان کې د یو داسې حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي، چې د افغانستان ټولو قومونو او ملت ته د منلو وړ وي، چې په وینایې د دوي همکاري هم په همدې چارجوب کې ده.
دا پداسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د ایران یو شمیر لوړ پوړي چارواکي په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتونکي شوي دي.
په ورته وخت کې طالبان وایي، چې حکومت یې ټولشموله دی او د ټولو مېشتو قومونو استازولي کوي.