Author: Bina TV

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده به ۲۴ ساعته وروسته له خپل امریکایي سیال چیس بیلر پر وړاندې د لوبې پنجیرې ته داخل شي. د دې لوبې د وزن پورته کولو مراسم د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۳ نېټه ترسره شول. دغه لوبه د امریکا د کالیفرنیا ایالت په کیج واریرس سیمه کې د ۷۷ کیلو ګرامه وزن سره پیلیږي. د ازادو لوبو امریکایي لوبغاړی چیس بیلر د خپلو لوبو په تاریخ کې درې ګټې او یوه بایله لري او د دې هېواد یو له پېژندل شویو لوبغاړو دی. همدارنګه په امریکا کې پنا اخیستونکی افغان…

نور یی ولوله

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستان سره د برېښنا تړون یو کال نور هم وغځېده. د افغانستان برېښنا شرکت د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۲۴ نېټه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه تړون یاد هېواد ته د افغانستان برېښنا شرکت د رییس محمد حنیف حمزه په سفر کې لاسلیک شوو. په اعلامیه کې راغلي، ښاغلي حمزه د ازبکستان د برېښنا وزیر محمداوف جواربیک سره د برېښنا د تولید په زیاتېدو، د برېښنا د بېل په کمېدو، د برېښنا شرکت د کارکوونکو د ستونزو په حل او د پلخمري د سرخان په پروژې خبرې…

نور یی ولوله

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشر حقونو شورا په مقر کې د بشر حقونو د نړیوالې اعلامیې د پینځه اویایمې نمانځنې خبر ورکړ. ښاغلي اندېشه د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۰ نېټه په یو ویډیوي پیغام کې ویلي،دا ناسته پداسې حال کې ترسره کیږي، چې افغانستان د بشرحقونو په برخه کې په ناوړه حالت کې قرار لري. نوموړي ویلي، د طالبانو د حاکمیت سره د افغانانو اساسي حقونه د پښو لاندې شوي او افغانستان د جنسیتي تبعض سره مخ دی. اندېشه وویل:« زه هڅه کوم، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان…

نور یی ولوله

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه ۲۵۱۳ تنو په افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغۍ له امله ژوند بایللی. د روغتیا نړیوال سازمان له لورې د لیندۍ په ۲۰ نېټه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې څخه تراوسه په ټولیز ډول یو میلیون ۲۳۷ زره او ۷۸۲ تنه په ټول افغانستان کې پدې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته ثبت شوي دي. په راپور کې راغلي، په سلو کې ۶۱.۵ تنه له پنځو کلونو ښکته ماشومان او په سلو کې ۴۹.۵ سلنه یې ښځې…

نور یی ولوله

سیمه ییزې سرچینې د بغلان ولایت په خوست و فرنګ ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو له لورې د درې کسو د نیولو خبر ورکوي. یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، دغه پېښه نن د یکشنبې په سهار د لیندۍ په ۱۹ نېټه د بغلان ولایت خوست و فرنګ ولسوالۍ په دهنه یی سیمه کې رامنځته شوې ده. حسن، حلیم او کمال هغه درې کسه دي، چې د طالبانو د استخباراتو له لورې نیول شوي دي. سرچینه وایي، نیول شوي کسان ملکي وګړي دي، چې په موټر چلولو او دوکاندارۍ مصروف و. له دې وړاندې هم د بغلان ولایت خوست…

نور یی ولوله

د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالي یا یوناما وایي، په افغانستان کې لا هم د بشر حقونو وضعیت وخیم دی. یوناما دغه خبره د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۹ نېټه د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په نشر کړې اعلامیه کې کړې ده. د یوناما رییس رزا اوتونباریوا پدې اعلامیه کې یوځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د بشر حقونو هوکړې د یو باثباته او پر ځان بسیا افغانستان لپاره د تهداب د تیږو په توګه منل شوي او له دې دې ملاتړ وکړي. په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د بشر حقونو نو او په…

نور یی ولوله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بنت وایي، طالبان دې د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په مناست د معترضو مېرمنو په ګډون د بشر حقونو فعالان له بند څخه ازاد کړي. ښاغلي بنت د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۹ نېټه په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې لیکلي، د بشر حقونو د ټولو هغه فعالانو، چې د عدالت، کرامت او برابرۍ په برخه کې کار کوي درناوی ورته لري. هغه لیکلي:« زه له طالبانو غواړم د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په تړاو دې طالبان په خپله اعلامیه کې د د…

نور یی ولوله

طالبانو په تخار کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او مېرمن یې وژلي دي سیمه ییزې سرچینې وایي، په تخار ولایت کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او د هغه مېرمن د طالبانو له لورې وژل شوي دي. یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، دغه پېښه تېره د شنبې شپه د لیندۍ په ۱۸ نېټه د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ په کته قروق سیمه کې شوې ده. د سرچینې په وینا د طالبانو د استخباراتو غړي د شپې له خوا د ولسي پاڅونکونکو د دې پخواني قوماندان کور ته ننوتي، دی او د ده مېرمن یې په ډزو…

نور یی ولوله

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وایي، امریکا طالبانو ته یو نوملړ لیږلی او ترې غوښتل شوي، چې د دوحې تړون اړوند دې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي. حکمتیار د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۱۷ نېټه د حزب اسلامي غړو سره پر لیکه کنفرانس کې وویل، امریکا طالبانو ته ګوتڅنډنه کړې، که د دوحې په تړون عمل ونکړي، د طالبانو له ضد جبهو به ملاتړ وکړي. د نوموړي په وینا د افغانستان په تړاو د امریکا خبرو او موضع نیونې بدلون کړی.یو شمېر رسنیو هم خبر ورکړی وه، چې طالبانو ته د امریکا له لورې د لیږل شوي…

نور یی ولوله

له پاکستاني پاسپورت څخه د سراج الدین حقاني د ګټې اخیستنې په تړاو د راپورونو له نشرېدو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې پدې تړاو څیړنې کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د جمعې په ورځ د لیندۍ ۱۷ نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، له پاکستاني پاسپورت څخه د سراج الدین حقاني د ګټې اخیستنې په تړاو څېړنه کوي او پایله به یې له رسنیو سره شریکه کړي. تازه د پاکستان نیوز ورځپاڼې په راپور کې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پینځه کاله د پاکستان په…

نور یی ولوله