د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وایي، امریکا طالبانو ته یو نوملړ لیږلی او ترې غوښتل شوي، چې د دوحې تړون اړوند دې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
حکمتیار د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۱۷ نېټه د حزب اسلامي غړو سره پر لیکه کنفرانس کې وویل، امریکا طالبانو ته ګوتڅنډنه کړې، که د دوحې په تړون عمل ونکړي، د طالبانو له ضد جبهو به ملاتړ وکړي.
د نوموړي په وینا د افغانستان په تړاو د امریکا خبرو او موضع نیونې بدلون کړی.
یو شمېر رسنیو هم خبر ورکړی وه، چې طالبانو ته د امریکا له لورې د لیږل شوي نوملړ په تړاو د دې ډلې د کابینې په ناسته کې بحث هم شوی.
د حزب اسلامي مشر همدارنګه د ویانا ناستې ته هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، دا عادي نده، چې یو شمېر هېوادونه د طالبانو مخالفینو ته د داسې ناستو د جوړېدو ځای او زمینه مساعدوي.
حکمتیار زیاته کړه، په امریکا کې د نوې جبهې جوړېدل، په مسکو، ویانا او ناروې کې د ناستو جوړېدل ښکاره کوي، چې د پردې تر شاه نور څه دي.
د نوموړي په وینا هېوادونه د داسې ډلو لپاره په اسانۍ سره زمینه سازي نه کوي، دا احتمال شته، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې ستراتیژیکي ګټې لري د دې ناستو تر شاه اوسي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټولنیزه رسنۍ ایکس د حکمتیار خبرې ناسمې ګڼلي دي او زیاته کړې یې ده، دوي هیچاته په هیڅ ځای کې د دغه ډول حکومت د جوړېدو ژمنه نده ورکړې.
د حکمتیار دا څرګندونې پداسې حال کې رسنیزې کیږي، چې په وروستۍ اونۍ کې د اتریش په ویانا ښار کې د طالبانو د مخالفینو درې ورځینۍ ناسته وشوه، چې پکې له افغانستان د سیاسي ډلو شا او خوا ۵۰ تنو استازو برخه لرله.
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې پدې ناسته کې وویل، چې د یو قوي او ټولشموله اپوزیسیون د جوړولو زمینه به برابره کړي.
د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي مثیم نظري ویلي، د ویانا د غونډې ګډونوال د لارې نقشې پر جوړېدو هوکړې ته رسیدلي دي.
د نوموړي په وینا د لار دا نقشه به د یو ځای ناستي ساختار د جوړولو زمینه برابره کړي، چې ټولو افغانانو د هیلو سره سم د یو خپلواک او امن افغانستان جوړول پکې شامل دي.