د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستان سره د برېښنا تړون یو کال نور هم وغځېده.
د افغانستان برېښنا شرکت د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۲۴ نېټه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه تړون یاد هېواد ته د افغانستان برېښنا شرکت د رییس محمد حنیف حمزه په سفر کې لاسلیک شوو.
په اعلامیه کې راغلي، ښاغلي حمزه د ازبکستان د برېښنا وزیر محمداوف جواربیک سره د برېښنا د تولید په زیاتېدو، د برېښنا د بېل په کمېدو، د برېښنا شرکت د کارکوونکو د ستونزو په حل او د پلخمري د سرخان په پروژې خبرې کړي.
دا پداسې حال کې ده، چې په تېره اونۍ کې د ازبکستان سره د برېښنا تړون د پایې ته رسېدو نېټې له امله د هېواد په ځینو ولایتونو کې برېښنا پرې وه.
ویل کیږي، چې د هېواد د اړتیا ډېره برېښنا له ګاونډیو هېوادونو را واردیږي، چې د یخنۍ او د برېښنا د مصرف په زیاتېدو په برېښنا رسونه کې ستونزې پیدا کیږي.