په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشر حقونو شورا په مقر کې د بشر حقونو د نړیوالې اعلامیې د پینځه اویایمې نمانځنې خبر ورکړ.
ښاغلي اندېشه د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۰ نېټه په یو ویډیوي پیغام کې ویلي،دا ناسته پداسې حال کې ترسره کیږي، چې افغانستان د بشرحقونو په برخه کې په ناوړه حالت کې قرار لري.
نوموړي ویلي، د طالبانو د حاکمیت سره د افغانانو اساسي حقونه د پښو لاندې شوي او افغانستان د جنسیتي تبعض سره مخ دی.
اندېشه وویل:« زه هڅه کوم، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د ټولو افغانانو غږ دغه ناستې ته ورسوم، د افغانستان باعزته استازولي وکړم، اوه اویا کاله کیږي، چې افغانستان د دې سازمان غړیتوب لري.»
نوموړي ویلي، پدې ناسته کې به د افغانستان په وروستي وضعیت، د غزیې په جګړو، اقلیمي بدلون او له مصنوعي هوش د ور پېښو خطرونو په تړاو بحث وشي.
دا ناسته پداسې حال کې ترسره کیږي، چې ټاکل شوې نن دوشنبه د لیندۍ په ۲۰ نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو ناسته وکړي.
دغه ناسته به د بندو دروازو تر شاه د افغان مېرمنو او ماشومانو په تړاو ترسره شي.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او د ښځو حقونو فعاله اصیلا وردګ به هم پدې ناسته کې ګډون وکړي.
که څه هم د دې ناستې د جوړېدو د اصلي اجنډا په تړاو معلومات په لاس کې نشته، خو ویل کیږي، پدې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي فریدون سینیراغلي وړاندیزونه د بحث لاندې ونیول شي.