د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه ۲۵۱۳ تنو په افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغۍ له امله ژوند بایللی.
د روغتیا نړیوال سازمان له لورې د لیندۍ په ۲۰ نېټه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې څخه تراوسه په ټولیز ډول یو میلیون ۲۳۷ زره او ۷۸۲ تنه په ټول افغانستان کې پدې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته ثبت شوي دي.
په راپور کې راغلي، په سلو کې ۶۱.۵ تنه له پنځو کلونو ښکته ماشومان او په سلو کې ۴۹.۵ سلنه یې ښځې تشکیلوي.
دې سازمان ویلي، د دې ناروغۍ څخه د مړه کېدونکو اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، یوازې د نومبر له ۲۷ نېټې د ډسامبر تر ۲ نېټې په افغانستان کې ۷۰ تنو د حاد تنفسي ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
همدارنګه د دې سازمان په راپور کې راغلي، په روان میلادي کال کې ۳۰ زره ۹۸۰ د حاد تنفسي ناروغۍ پېښې په ټول افغانستان کې ثبت شوي دي.
دا پداسې حال کې ده، چې د ژمي په راتګ سره د هوا د ککړوالي له امله زیات شمېر خلکو ته نورې تنفسي ناروغۍ هم پیدا کیږي.