د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالي یا یوناما وایي، په افغانستان کې لا هم د بشر حقونو وضعیت وخیم دی.
یوناما دغه خبره د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۹ نېټه د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په نشر کړې اعلامیه کې کړې ده.
د یوناما رییس رزا اوتونباریوا پدې اعلامیه کې یوځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د بشر حقونو هوکړې د یو باثباته او پر ځان بسیا افغانستان لپاره د تهداب د تیږو په توګه منل شوي او له دې دې ملاتړ وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د بشر حقونو نو او په ځانګړي ډول د مېرمنو او انجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض په تړاو چې له ژوند خذف شوی د دوي سوابق مشخص شوي دي.
سږ کال د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې پینځه اویا یمه کلیزه پداسې حال کې نمانځل کیږي، چې زیات شمېر د بشر حقونو فعالان او میرمنې د طالبانو په بند کې دي.