سپینه ماڼۍ وایي، له افغانستان څخه د پېښو ګواښونو د مخنیوي لپاره امریکایي ځواکونه له افغانستان دباندې حضور لري.
تازه ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې سپینې ماڼۍ د امریکا کانګرس ته په یو لیک کې دا خبره کړې ده.
د رسنیو په حواله، پدې لیک کې د امریکا متحده ایالاتو د جنګ پر اختیاراتو خبره شوې.
د دې لیک په یوه برخه کې راغلي:« د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه له افغانستان د باندې استوګن دي، ترڅو له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو ګټو ته د ور پېښ خطر پر وخت اقدام وکړي.»
سپینې ماڼۍ د امریکایي ځواکونو د نظامي اقداماتو د څرنګوالي او دا چې دا ځواکونه چیرته مېشت دي څه ندي ویلي.
دا پداسې حال کې ده، چې د طالبانو چارواکي ادعا کوي، چې د امریکا بې پلوټه الوتکې د افغانستان په حریم الوتنې کوي.
د طالبانو د حاکمیت یو کال وروسته د امریکا متحده ایالاتو خبر ورکړ، چې په کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د بې پلوټه تیارې په یو برید کې په نښه کړی او وژلی دی.
تراوسه طالبانو د امریکا متحده ایالاتو د نوي لیک د نشر په تړاو کوم غبرګون ندی ښودلی.