د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه په بغلان کې د طالبانو ګارنېزون د قوماندان د دوه ساتونکو د وژلو خبر ورکوي.
په هغه خبر پاڼه کې چې د دې جبهې له لورې نشر شوې پکې راغلي، د پنجشنبې په شپه د لیندۍ په ۱۶ نېټه د ملي مقاومت جبهې د غړو له لورې د بغلان په مرکز پلخمري کې د طالبانو ګارنیزون هدف ګرځول شوی.
په خبر پاڼه کې راغلي، پدې برید کې د پلخمري لپاره د طالبانو د ګارنیزون قوماندان زخمي شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.
د ملي مقاومت جبهه وایي، پدې عملیاتو کې د دوي غړو ته کوم تاوان ندی اوښتی.
په خبر پاڼه کې راغلي: « د ملي مقاومت جبهه له طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې خپل هدف مند بریدونه طرحه کوي.»
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تراوسه پدې تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.