په تخار ولایت کې سرچینې وایي، چې د نامعلومه وسله والو له لورې د یو ملکي وګړي سر پرې شوی دی.
یوې سرچینې بینا تلویزیون ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د لیندۍ په ۱۶ نېټه د دې ولایت بنګي ولسوالۍ په میرزابچه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا وژل شوی کس عبدالوکیل نومیږي، چې د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ د میرزابچه سیمې اصلي اوسېدونکی وه.
سرچینه وایي، وژل شوی کس دوکاندار وه، چې له طالبانو او یا د طالبانو ضد جبهو سره یې اړیکه نلرله.
په ورته وخت کې یوې بلې سرچینې ویلي، چې وژل شوي کس د طالبانو غړیتوب لاره.
طالبانو تراوسه د دې وژل شوي ملکي وګړي په تړاو څه ندي ویلي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې مرموزو وژنو زور اخیستی.
څه موده وړاندې په هرات ولایت کې هم څو ملکي وګړي، د نامعلومه ټوپکوالو له لورې وژل شوي وه.