سرچینو بینا تلوېزیون ته ویلي، چې په تېرو درې ورځو کې طالبانو د پروان ولایت په ګلبهار او باګرام ولسوالیو کې ۹۰ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون نیولي دي.
د سرچینې په وینا دغه کسان يه تېرو درې ورځو کې د پروان ولایت په ګلبهار او باګرام ولسوالیو کې د طالبانو د استخباراتو له لورې نیول شوي دي.
سرچینې همدارنګه ویلي، چې د چهارشنبې له ورځې د لیندۍ له ۱۵ نېټې د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کې کور په کور پلټنې پیل کړي او دا لړۍ روانه ده.
ویل کیږي، دا پلټنې په کابل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو ضد جبهو د بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې پیل شوي دي.
طالبانو تراوسه په رسمي ډول پدې تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.
دا پداسې حال کې ده، چې ځینو سرچینو ویلي، د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت په امر د بدخشان ولایت په مرکز کې کور په کور پلټنې پیل شوي دي.
د سرچینې په وینا د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې کور په کور پلټنې په تیزۍ سره روانې دي او طالبان د پلټنو پر وخت ولسي وګړي زوروي.
همدارنګه په تخار ولایت کې هم د طالبانو له لورې د خلکو کورونه څو ځله پلټل شوي دي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې یو شمېر خلک نیولي هم دي.