په کابل کې سرچینې وایي، چې د طالبانو اړوند کسانو د ولسي جرګې د یوې وکیلې کور په اور سیځلی دی.
سرچینه وایي، چې دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۵ نېټه د وزیر محمد اکبر خان په ۱۷ سړکدکې رامنځته شوې ده.
سرچینه وایي، دغه کور د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې شکیلا هاشمي دی، چې د طالبانو اړوند کسانو سوځولی دی.
که څه هم تراوسه د دې کور د سوځولو علت ندی معلوم؛ خو دا کور د هغه کور په ګاونډ کې دی، چې تېر کال پکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وه وژل شوو.
تراوسه طالبانو پدې تړاو څه ندي ویلي.
ایمن الظواهري تېر میلادي کال په کابل ښار کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وه وژل شوو.
د نوموړي له وژلو وروسته د واشنګټن پوست په شمول ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړی وه، چې ایمن الظواهري د کابل په ډیپلوماتیکه سیمه کې په هغه کور کې وه وژل شوو، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اړونده دی.