په پروان ولایت کې سرچینې وایي، چې یو سیمه ییز خبریال پدې ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له لورې نېول شوی دی.
سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، چې دغه پېښه د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۴ نېټه د پروان ولایت، جبل سراج ولسوالۍ په قلعه صحرا سیمه کې شوې ده.
سرچینه وایي، دغه خبریال ضمیر ظهیر نومیږي، چې د خبریالۍ ترڅنګ یې د یو کال لپاره د تېر حکومت د پروان والي په دفتر کې هم دنده ترسره کړې ده.
سرچینه وایي، د طالبانو استخباراتو د نیولو پر مهال دغه خبریال سخت وهلی دی.
ویل کیږي، چې ضمیر ظهیر تازه له ایران څخه افغانستان ته راغلی وه، چې طالبانو په نښه کړی او نیولی دی.
تراوسه د دې خبریال د نیولو علت او انګیزه نده روښانه او نه هم د طالبانو سیمه ییزو چارواکو پدې تړاو رسنیو ته څه ویلي دي.
دا پداسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د خبریالانو د ملاتړ ادارو خبر ورکړی وه، چې په روان میلادي کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکوو سره د تاوتریخوالي ۷۶ پېښې ثبت شوي دي.
طالبانو د دوه کاله او څو میاشتو حاکمیت په دوره کې لسګونه خبریالان نیولي او زنداني کړي یې دي.
یو شمېر خبریالان د طالبانو په بند کې سخت زورول شوي دي.