د پنجشیر د والي پر دفتر د افغانستان د ازادۍ جبهې په برید کې د پنجشیر والي د دوه ساتونکوو په ګډون څلور طالبان وژل شوي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د چهارشنبې په شپه د لیندۍ ۱۵ نېټه ۷:۳۰ یې د پنجشیر د ولایت مقام پر دفتر اوپراتیفي عملیات کړي.
په اعلامیه کې راغلي پدې عملیاتو کې یې د پنجشیر د والي دوه ساتونکوو په ګډو څلور طالبان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د ازادۍ جبهې ویلي، تراوسه د پنجشیر د والي د سرنوشت په تړاو معلومات نلري.
په خبر پاڼه کې راغلي:« نن پنجشنبه په ولایت مقام کې رسمیات مختل دي او هیڅ مامور ته د ننوتلو اجازه نشته.»
تراوسه طالبانو پدې تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.