د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندق اعلان کړی، چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې ۲۵ مېلیونه یورو مرسته کړې.
په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۵ نېټه د یونسف له خوا نشر شوې پکې راغلي، د اروپایې ټولنې له خوا یاد صندق ته دغه د مرستو بسته په افغانستان کې د ښوونځیو د بهبود لپاره دغه ځانګړې شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې لاهم زیات شمېر ښوونځې مناسب چاپیریال، صحي اوبه، روغتیاي امکانات او ښوونیز مواد نلري.
یونسف وایي له دې مرستې څخه به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ۲۰۰ زره ښځینه او نارینه زده کوونکو سره په دولتي لومړنیو ښوونځو کې مرسته وکړي.
په اعلامیه کې راغلي« په افغانستان کې له ټولو ماشومانو نیم یې په ښوونځیو کې نشته او هغه چې په ښوونځیو کې دي، د زده کړو د ټیټې کچې امکانات لري.»
دغه صندق همدارنګه ویلي، د اروپایي ټولنې دغه مرسته شوې بسته به د افغانستان په ۳۸۵ لومړینو ښوونځیو کې د کیفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې اروپایي ټولنې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له دغه مرسته شوې بستې به د ښونځیو د جوړېدو، د درسي ټولګیو جوړېدلو، د درسي موادو او په لومړنیو ښوونځیو کې د ښه تدریس په برخه کې مصرف شي.
دا پداسې حال کې ده چې د یو بنسټ د سروې له مخې له ۲۰۲۲ نه تر ۲۰۲۳ پورې یوازې ۱۳.۶ په سلو کې په دویمو او دریمو ټولګیو کې د لیک لوست مهارتونه زده کړي او په سلو کې ۱۸ یې بیا د حساب اساسي مهارتونه زده کړي دي.