په خوست ولایت کې یوه سرچینه وایي، چې دغه کس د طالبانو استخباراتو د سختو شکنجو لاندې ساه ورکړه.
یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۴ نېټه د خوست ولایت په علي شیر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا دغه د پوخ عمر سړی حاجي میرولک نومېده، چې د طالبانو په زندان کې وه او هلته یې د سختو شکنجو لاندې ساه ورکړې او مړ شوی دی.
سرچینه وایي، دغه کس د تېر حکومت سره ښې اړیکې لرلې او ترې یې ملاتړ کولو، چې په همدې دلیل د طالبانو د استخباراتو د شکنجو لاندې وه او بلاخره ومړ.
د طالبانو له خوا د ملکي وګړو نیونه او وژنه یو تازه مثال ندي، بلکې له دې وړاندې یې هم په بېلا بېلو ولایتونو کې ملکي وګړي نیولي او وژلي دي.
څه موده مخکې خبر ورکړل شوی وه، چې د کابل ولایت په اوومه امنیتي حوزه کې څلور تنه چې د پنجشیز ولایت اوسېدونکي وه د طالبانو له خوا د تالاشۍ پر مهال درول شوي او بیا وژل شوي وه.