په هرات ولایت کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت په کرخ او ګذره ولسوالیو کې د نامعلوه ټوپکوالو له لورې ۱۱ طالبان وژل شوي دي.
یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، چې دغه پېښې د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۳ نېټه د هرات ولایت پدې دوه ولسوالیو کې رامنځته شوي دي.
د سرچینې په وینا دغه نامعلوم ټوپکوال پر موټر سایکلونو سپاره وه، چې پر طالبانو یې ډزې کړي او وژلي یې دي.
تراوسه د دې پیښې مسولیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
طالبانو هم تراوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
دا پداسې حال کې ده، چې پدې وروستیو کې مرموزو وژنو زور اخیستی، چې قربانیان یې اکثر ملکي وګړي دي.
پدې وروستیو کې د هرات ولایت په شهیدانو ښارګوټي کې شپږ کسه د نامعلومه ټوپکوالو له لورې د ټوپک په ډزو وژل شوي دي.