پداسې حال کې چې د طالبانو له زورونې وروسته روغتون ته د ژولینا پارسی د وړلو خبر ورکړل شوو، ورسره جوخت ځینې سرچینې وایي، چې په پلچرخي زندان کې بله معترضه میرمن منیژه صدیقي هم د بد روغتیايي وضعیت سره مخ ده.
د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۴ نېټه یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته وویل، چې د طالبانو د شکنجې او بیا بیا پوښتونو له وجې د منیژې صدیقي روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ندی.
سرچینه وایي، منیژې صدیقي تازه د خپلې کورنۍ سره اړیکه کړې، چې ژر دې له زندانه د خلاصېدو لپاره لاس پکار شي.
د دې معترضې میرمنې مور وایي، لور یې د مرګ له ګواښ سره لاس او ګریوان ده.
ویل کیږي، چې منیژه صدیقي د تلې میاشتې په ۱۷ نېټه د کابل په نوي ښار کې نیول شوې وه، چې کورنۍ یې وروسته له ۱۵ ورځو د هغې نیول رسنیز کړل.
په ورته وخت کې د ژولیا پارسی نږدې کسانو بینا ټلویزیون ته ویلي، چې د طالبانو د زورونې له امله د پارسی رواني روغتیا سمه نده او روغتون ته انتقال شوې ده.
د سرچینې په وینا د طالبانو د زورونې له وجې ژولیا پارسی صدمه لیدلې او په همدې دلیل دغه ډلې روغتون ته لیږلې ده.
د سرچینې په وینا معمولا په روغتون کې دارو درمل وي، خو ناروغان هغه وخت نورو روغتونونو ته انتقالیږي، چې وضعیت یې د اندېښنې وړ وي.
دوي د بشر حقونو کمېسیون او د ښځو د حقونو له فعالانو غوښتي، مخکې له هغې چې ژولیا پارسی او نوروې معترضې میرمنې په زندان کې مړې شي، د خلاصون لپاره دې لاس پکار شي.
په ورته وخت کې د پریسا ازاد او ندا پرواني له میړه او څلور کلن ماشوم سره د طالبانو په زندان کې سرنوشت ندی معلوم.