رسنیو خبر ورکړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان پولیسو نیولی دی.
دغه پېښه نن دوشنبه د ډیسمبر په ۴ نېټه د کویټې ـ تربت په لویه لار شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د رسنیو دفتر هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان پولیسو د منظور احمد پشتین د موټرو پر کاروان ډزې کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د ښاغلي پشتین د موټرو کاروان له چمن څخه د تربت پر لور روان وه.
منظور پشتین هم پر ټولنیزه رسنۍ ایکس لیکلي، چې د ده د نیولو په موخه د پاکستان پولیسو د نوموړي د موټرو پر کاروان برید کړی دی.
ویل کیږي، چې د پاکستان پولیسو پدې برید کې یوه ښځه ټپي شوې ده.
د پاکستان پولیسو تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
دا پداسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل غړی محسن داوړ هم د کویټې د پولیسو له لورې نیول شوی وه، چې وروسته یې اسلام اباد ته ګرځولی وه.
د پاکستان پولیسو هغه وخت ویلي و، چې محسن داوړ ته یې د امنیتي ګواښونو له امله د چمن په پرلت کې د ګډون اجازه نده ورکړې.