د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر ویلي، طالبانو پرته د وسله والې مبارزې څخه بله لار نده پرېښې.
د ملي مقاومت جبهې مشر د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۳ نېټه د وینا ناستې په دویمه ورځ وویل، د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه یوه مقدسه مبارزه ده؛ ځکه طالبانو د وسله والې مبارزې پرته بله لار نده پرېښې.
نوموړي همدارنګه ویلي، د طالبانو سره د وسله والې نښتې لپاره د هیچا اجازې ته اړتیا نلري.
ښاغلي مسعود ویلي، اوسمهال د طالبانو پر وړاندې درې ډوله مبارزه په مخکې لري، لومړۍ د ازادۍ لپاره مبارزه، چې پکې د ښځو او ټولو افغانو حقونه خوندي وي.
د نوموړي په وینا دویمه مبارزه د طالباني فرهنګ پر ضد ده، چې په مختلفو دورو کې یې نیابتي جنګونه پر افغانانو تپلي.
د نوموړي په وینا دریمه او اخري مبارزه د طالبانو پر وړاندي وسله واله مبارزه ده، چې د افغانستان سیاسي جهتونه باید دا مبارزه مقدسه وګڼي، ځکه طالبانو هیڅ بله لار نده پرېښې.
دا پداسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ترڅنګ څو نورو ډلو د طالبانو ضد مبارزه پیل کړې ده، چې هر ځل د دې ډلو له بریدونو خبر ورکول کیږي.
طالبانو د خپل حاکمیت راهیسې لسګونه خلک د افغانستان د ملي مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولي او زیات شمېر یې وژلي دي.