په دایکندي کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت د احصایې او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عنایت الله الهام په یوه ترافیکې پېښه کې ژوند بایللی دی.
دا پېښه د دایکندي ولایت د پاتوی ولسوالۍ په تمزا سیمه کې د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۱ نېټه شوې ده.
د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۲ نېټه د احصایې او معلوماتي ټکنالوژۍ ملې ادارې په یوه خبر پاڼه کې د عنایت الله الهام مړینه منلې ده.
ویل کیږي پدې پېښه کې د الهام دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
تراوسه د دې پېښې په تړاو طالبانو نور معلومات ندي وړاندې کړي؛ خو ترافیکې پېښې ډېر کله د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کیږي.
دا پداسې حال کې ده، چې پدې وروستۍ اونۍ کې لس ترافیکې پېښې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې رامنځته شوي دي، څلور پېښې یې په دایکندي کې شوي دي.