د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۲ نېټه د اتریش په ویانان کې د احمد مسعود په شتون کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو غونډه پیل شوه.
د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې لیکلي، دا د یو « ولسواک افغانستان» لپاره په ویانا کې دریمه ناسته ده.
ښاغلي نظري ویلي، پدې ناسته کې د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنو غړو او د ښځو د حقونو فعالانو برخه اخیستې.
نوموړي زیاته کړې« موږ د یو قوي او متمرکز اپوزیسیون د جوړېدو په تړاو بحثونو پیل کړي» دغه ناستې په درې ورځې دوام وکړي او د افغانستان لپاره به مهمې پایلې ولري، چې د ناستو په وروستۍ ورځ به یې اعلان کړي.
ویل کیږي، پدې ناسته کې د امریکا او اروپایي هېوادونو ډیپلوماټانو هم ګډون کړی.
د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د دې ناستې یو له ګډونوالو څخه دی.
ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، محمد محقق، باتور دوستم، فوزیه کوفي، شکریه بارکزۍ، خالد نور او محمود صیقل نور هغه کسان دي، چې پدې ناسته کې یې ګډون کړی.
دا پداسې حال کې ده، چې د روان لمریر کال د ثور میاشتې په پینځمه نېټه د ویانا دویمه ناسته ترسره شوې وه.