د خورشید تلوېزیون یوې پخوانۍ کارمندې د طالبانو له ویرې ځان وژنه کړې
په کابل کې سرچینې وایي، د خورشید تلوېزیون پخوانۍ کارمندې حسنا سادات د طالبانو نه د درلودونکي ویرې له امله ځان وژنه کړې ده.
بینا تلوېزیون ته یوې سرچینې ویلي، چې دغه پېښه د پنجشنبې په شپه د لیندۍ په ۹ نېټه په کابل ښار کې شوې ده.
د سرچینې په وینا د طالبانو استخبارات د شپې له خوا د حسنا سادات کور ته دننه شوي او حسنا سادات له دوي څخه د وحشي ویرې لرلو له امله د خپل کور له چت څخه ځان غورځولی او ځان وژنه یې کړې ده.
سرچینه وایي، له دې میرمنې دوه واړه ماشومان پاتې شوي دي.
حسنا سادات د طالبانو له راتګ وروسته هیڅ دنده نلرله.
تراوسه د حسنا سادات کور ته د طالبانو د استخباراتو د دننه کېدو علت او انګیزه نده معلومه.
دا پداسې حال کې ده، چې پدې وروستیو کې په هېواد کې دننه ځان وژنو او مرموزو پېښو زور اخیستی.
یوازې په تېره ورځ کې په فاریاب ولایت کې یوې ۱۲ کلنې انجلۍ او ۲۵ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده