په پروان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چاراکي وایي، چې د سالنګ تونل د رغونې چارې تر راتلونکو دوه اونیو بشپړیږي او دغه لویه لار به د مسافر وړونکو موټر پر وړاندې خلاصه کړي.
د پروان والي عبدالعلي قدرت الله امیني د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۸ نېټه د سالنګ لوی لارې د کار جریان څخه د لیدنې پر مهال وویل، په لومړي قدم کې به دا لار د مسافر وړونکو موټرو او وروسته به د بار وړونکو موټرو پر وړاندې خلاصه شي.
په همدې حال کې د سالنګ لوی لارې مطبوعاتي دفتر په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا لار به د لیندۍ میاشتې په ۱۱ نېټه په رسمي ډول پرانېستل شي او په ۱۴ نېټه به مسافر وړونکو موټرو ته پر دې لویه لار د تګ راتګ اجازه ورکړي.
دا پداسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت د روان لمریز کال د سنبلې په ۱۹ نېټه اعلان کړی وه، چې د سالنګ لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
یاد وزارت هغه وخت ویلي و، چې د دې لوی لارې ۸۰ کېلو متره سړک رغوي او له موټر چلونکو یې غوښتنه کړې وه، چې د دې لار تر جوړېدو پر نورو لارو سفر وکړي.
اوسمهال موټر چلونکي د کوتل شبیر او خاواک له سیمو شمال او شمالي شرقي ولایتونو ته سفر کوي.