د ترکیې رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هېواد پولیسو ۱۵۶ افغان پناه غوښتونکي په بېلا بېلو عملیاتو کې نیولي دي.
د ترکیې پولیسو د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۸ نېټه خبر ورکړی، چې په وان، عثمانیه او اغری ښارونو کې یې د عملیاتو پر وخت یاد افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.
ویل کیږي، چې دغه پناه غوښتونکي په څو پټو ځایونو کې وه، چې د پولیسو په عملیاتو کې پیدا او نیول شوي دي.
د راپور په بنسټ پولیسو دغه نیول شوي، پناه غوښتونکي په وان، عثمانیه او اغری کې د کډوالو ادارې ته سپارلي دي.
په راپور کې راغلي پدې عملیاتو کې د پولیسو له لورې د انساني قاچاق په تور ۱۶ تنه نور هم نیول شوي دي.
دا پداسې حال کې ده، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ هم د ترکیې پولیسو په دوه بېلا بېلو عملیاتو کې په کارس او ارزنجان ښارونو کې ۲۸ افغان پناه غوښتونکي او یو انساني قاچاق وړونکی، چې افغان دی نیولي وه.
دا پداسې حال کې ده، چې د ترکیې پولیسو پدې وروستیو کې په لسګونه افغان پناه غوښتونکي به بېلا بېلو ښارونو کې نیولي او اکثریت یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.