د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو دفتر اوچا راپور ورکړی، چې په ټولیز ډول په روان ژمي کې د هرات زلزله ځپلي ۱۷۳ مېلیونه ډالره مرستې ته اړتیا لري.
دغه دفتر د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ ۸ نېټه په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې لیکلي، چې تراوسه ۳۷.۵ مېلیونه ډالر د هرات زلزله ځپلو لپاره راټول شوي دي.
اوچا همدارنګه ویلي، تراوسه د هرات زلزله ځپلو ۲۴۲ زره او ۴۰۰ کسو ته مرسته رسیدلې ده.
اوچا همدارنګه ویلي: « ۲۷۵ زره کسانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۷۳ مېلیونه ډالر اړتیا ده؛ خو تراوسه ۳۷.۵ مېلیونه ډالر راټول شوي، چې په بودیجه کې کمی دی او نورو منابعو ته اړتیا لري»
دا پداسې حال کې ده، چې له دې وړاندې اږچا ویلي و، د هرات زلزله ځپلو سره د ټولټال غوښتونکې بودیجې یوازې په سلو کې ۲۶ سلنه تامین شوې ده.
د اوچا د معلوماتو له مخې د هرات په زلزله کې ۴۸ زره کورنۍ زیانمنې شوي دي.
۱۰ زره کورونه په بشپړ ډول وران شوي، ۲۰ زره او ۴۳۰ کورونو کلک زیان لیدلی دی.
ویل کیږي، چې د هرات وروستۍ زلزلې د ځان سره ډېر مالي او ځاني زیانونه لرل.
د معلوماتو له مخې پدې زلزله کې له دوه زرو زیاتو خلکو ژوند وبایله.