افغانستان ته په زور د غیرې قانوني افغان کډوالو د ستنولو په لړۍ کې د پاکستان پولیسو یو افغان خبریال د ویزې او قانوني اسنادو په شتون کې نیولی دی.
په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون په خپله اعلامیه کې لیکلي، چې د سې شنبې په ورځ د قوس میاشتې په ۷ نېټه د پاکستان پولیسو افغان خبریال محمد جان تمکین او د هغه کورنۍ نیولې ده.
دغه فدراسیون ویلي، چې دغه افغان خبریال د یو نیم کال راهیسې د اسلام اباد په «باره کو» سیمه کې اوسېده، چې نن د پاکستان د پولیسو له لورې نیول شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي، محمد جان تمکین د پاکستان وېزه لري او د بیا بیا غوښتلو سره یې هم د کورنۍ ویزې د یاد هېواد د حکومت له لورې ندي تمدید شوي.
په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون په اعلامیه کې راغلي، چې محمد جان تمکین د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالۍ ادارې سره ثبت دی او د UNHCR ټوکن هم لري.
دغه فدراسیون د افغان خبریال محمد جان تمکین او د هغه د کورنۍ په نیولو اندېښنه ښودلې، د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالۍ چارو ادارې او د خبریالانو د ملاتړ له ټولنو یې د نوموړي په خوشې کېدو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دا پداسې حال کې ده، چې د پاکستان پولیسو پدې وروستیو کې د غیرې قانوني افغان کډوالو ستنولو ته زور ورکړی دی.
له دې وړاندې هم خبر ورکړل شوی وه، چې په زیات شمېر افغانان د وېزو او قانوني اسنادو د لرلو په صورت کې هم ستانه کړای شوي دي.