د فضل ربي سالنګي په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د غلچکي بریدونو ډله وایي، چې په پروان ولایت کې یې په یو غلچکي برید کې ۳ طالب وسله وال وژلي دي.
د ملي مقاومت جبهې د غلچکي بریدونو د ډلې له خوا په نشر شوې اعلامیه کې راغلي، چې نن دوشنبه د قوس میاشتې په ۶ نېټه یې د پروان ولایت شیخ علي ولسوالۍ په کوتل شبیر سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته ډله ییز برید کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي د دواړو خواوو ترمنځ جګړې یو ساعت دوام وکړ، چې په پایله کې یې ۳ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
پدې برید کې د ملي مقاومت جبهې د غلچکي بریدونو ډلې ته کوم زیان ندی اوښتی.
طالبانو تراوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
دا پداسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ملي مقاومت جبهې د غلچکي بریدونو ډلې په میدان وردګو ولایت کې د فضل ربي سالنګي په مشرۍ د موجودیت اعلان وکړ.
دې ډلې ویلي، چې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې تر چتر لاندې یې خپل فعالیتونه شروع کړي دي.