Close Menu
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب WhatsApp لینکدین TikTok ټیلیګرام
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
رجحان
  • ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې
  • د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده
  • د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی
  • روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی
  • طالبانو د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالې درې اوسېدونکي نیولي دي
  • یوناما: په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لاهم وخیم دی
  • ریچارد بنت: طالبان دې د بشر حقونو په نړیواله ورځ معترضې مېرمنې ازادې کړي
  • طالبانو په تخار کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او مېرمن یې وژلي دي
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp ټیلیګرام TikTok
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
ګډون وکړئ
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
کور پاڼه » عمومي بښنه؛ د بخښنې حکم یا د مړينې جال؟
افغانستان

عمومي بښنه؛ د بخښنې حکم یا د مړينې جال؟

21 اکتوبر 2023څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
AP \ Felipe Dana
شریکول
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د مشر له خوا د «عمومي عفوې» له اعلان سره سره، بیا هم د دې ډلې جنګیالیو د افغانستان د پخواني حکومت په سلګونو نظامي سرتیري او همداراز حکومت ته اړوند ملکي وګړو تعقیبولو، نیولو، شکنجه کولو او د هغوی وژلو ته دوام ورکړی دی.

د پخواني حکومت د پوځ لوى درستيز جنرال ياسين ضياء چې اوس د افغانستان د ازادۍ د جبهې مشر دى، “بينا” تلويزيون ته وايي چې دا مهال د پلچرخي په زندان کې او د طالبانو د استخباراتو په رياست کې یوازې شاوخوا يوولس زره کسان د آزادۍ جبهې او د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د غړيتوب په تور بنديان دي. او ډیری یې پخواني سرتیري دي.

ښاغلي ضياء وويل، چې له يوې خوا طالبان پخواني پوځيانو نیسي او شکنجه کوي او له بلې خوا يې د دغو ځواکونو وژلو ته دوام ورکړی دی: « طالبانو یوازې په کندهار کې د اڅکزو د قومونو شاوخوا ۱۱۰۰ تنه چې د پخوانيو امنيتي بنسټونو اړوند ول یې شهيدان کړي دي.  چې په دې کې یو شمیر الکوزي او پوپلزي قومونه هم شامل دي.”

په ټول افغانستان کې د پخوانیو پوځیانو د وژلو لړۍ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د روان کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د طالب جنګیالیو له خوا د پخواني حکومت د پوځیانو او ملکي وګړو د غیر قانوني وژنې ۲۱۸ پېښې ثبت شوي دي.

یوناما وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه د ۲۰۲۳ کال د جون تر میاشتې پورې طالبانو په ټول افغانستان کې د پخواني حکومت د پوځيانو او ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۰۰ پېښې ترسره کړې دي، چې په دغو تاوتریخوالو کې غیر قانوني وژنې، بې درکه کول، توقیفول، ځپل، ګواښونه او ډارول شامل دي.

مګر هغه څه چې یوناما ورته اشاره کوي یوازې هغه قضیې دي چې د دې سازمان لخوا مستند شوي دي. په داسې حال کې چې هره ورځ په سلګونو نورې قضیې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي، یا د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې د خلکو تر منځ پټې پاتې کیږي. لکه څنګه چې د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو یوازې په ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو کې ۷۳۸ پخواني سرتېري وژلي.

په ورته وخت کې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت سرچینو “بینا” تلویزیون ته تایید کړې چې د پنجشیر، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو سلګونه اوسېدونکي هم له طالبانو سره د مخالفت په تور وژل شوي دي.

دغه سرچینې وايي: «د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پنجشیر ولایت، د بغلان ولایت د اندراب او خوست په ولسوالیو او همدارنګه په بدخشان ولایت کې تر ۵۰۰ زیات کسان د طالبانو له خوا ووژل شوي دي. ځینې یې په جګړه کې، ځینې یې له تسلیمۍ وروسته او ډېر نور یې بې ګناه وژلي دي.»

پنجشېر په افغانستان کې د “سرتېری”  تر ټولولو لوی مسلخ او زندان

Social Media

پنجشیر وروستی ولایت و چې د طالبانو لاس ته ورغی. د طالبانو د رژیم د لومړي دورې په وړاندې په مقاومت کې د پنجشېر د مرکزيت له امله د دغه ولايت اوسېدونکي د صحرايي اعدامونو، جبري کډې، نیول، ځپل، ناوړه چلند او سپکاوي په ګډون له بېلابېلو بشري حقونو سرغړونو سره مخ شوي دي.

د پخواني نظام د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وايي چې اوس مهال په ټول پنجشیر کې شاوخوا ۲۰ زره طالب جنګیالي له ۷۰۰  تر یو زرو پورې پوستو کې ځای پر ځای شوي دي او په دغه ولایت کې لا هم پوځي فضا حاکمه ده.

ښاغلي ایزدیار وویل چې د پلچرخي او د طالبانو د استخباراتو د څلویښتم ریاست د زندانونو ډیری برخه د پنجشیر ولایت له اوسیدونکو ډکه ده: «په تیرو دوو کلونو کې ۴۰۰ پنجشیري ځوانان وژل شوي چې ۱۵۰ یې ملکي وګړي ول او دوی خپل ژوند یوازې له دې امله له لاسه ورکړ چې دوی پنجشیریان وو.»

د پنجشېر ولايت د دره ولسوالۍ د عبدالله خېلو د کلي يو اوسېدونکی احمد (مستعار نوم) “بينا” ټلويزيون ته وويل، وروسته له هغه چې د مقاومت جبهه له کلي ووتل، طالبانو د دغه کلي اوسېدونکي په بې ساري تاوتريخوالي سره ونيول او ووژل: ” پلار سره درې نور خپلوان مې له لاسه ورکړل، او د دې ترڅنګ یو ورور او د کاکا زوی مې اوس هم د پلچرخي په زندان کې بندیان دي.”

احمد وايي، يو بل ورور يې چې محصل و، د سيمه ييزو مشرانو په مداخله او د يوه کلاشينکوف په اخيستو د طالبانو له زندانه خوشې شو.

سره له‌دې حال، طالبان د پخواني سرتیرو او پخواني حکومت ته اړوند ملکي وکړو سره د خپل هر ډول تاوتریخوالي کړونو او د هغوی د صحرايي اعدامولو څخه منکر دي. د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې ډلې د مشر د عمومي بخښنې د فرمان په بشپړ تطبیق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې: «د تېر حکومت هیڅ پوځي کارکوونکی په امنیتي نهادونو کې د کار کولو په خاطر  نیول شوی او یا شکنجه شوی نه دی.»

خو یوناما وايي، هغه ښکاره معافیت چې د طالب جنګیالیو له خوا د تېر حکومت اړوندو سرتېرو او ملکي وګړو بشري حقونو  سرغړونې ته دوام ورکوي، د ژورې اندېښنې وړ دی.

شریکول. فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
Bina TV
  • ویب پاڼه

مربوطه لیکنې*

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

طالبانو د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالې درې اوسېدونکي نیولي دي

10 دسمبر 2023

یوناما: په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لاهم وخیم دی

10 دسمبر 2023

طالبانو په تخار کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او مېرمن یې وژلي دي

10 دسمبر 2023
یو نظر اضافه کړئ

نظرونه بند دي.

وروستی

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

15 دسمبر 2023

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

15 دسمبر 2023

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

11 دسمبر 2023
د خوښې وړ

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

سپورت 15 دسمبر 2023

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده به ۲۴ ساعته وروسته له خپل امریکایي…

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

سوداګرۍ 15 دسمبر 2023

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستان سره د برېښنا تړون یو کال…

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

افغانستان 11 دسمبر 2023

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشر حقونو شورا په مقر…

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

حفظ الصحه 11 دسمبر 2023

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه…

د مسلکي، بې پرې او ټول شموله خبرونو او راپورونو سره د پیښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیز ژمنتیا ده. نو د دې ژمنې د ثبات لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې زموږ همکار اوسئ.

Advertisement
Bina Bunner

د مسلکي، بې پرې او هراړخیز راپورونو سره د پېښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیزه ژمنتیا ده.
نو د دې ژمنې د عملي کولو لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې له زموږ سره همکار اوسئ.

زموږ ټولنیز رسنۍ:

فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp TikTok ټیلیګرام

د بینا خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

© 2025 ټول حقوق او ګټې د بینا تلویزیون لپاره خوندي دي.
  • کور پاڼه
  • زموږ په اړه
  • موږ سره اړیکه ونیسئ
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English

پورته ټایپ کړئ او د لټون لپاره Enter فشار ورکړئ. د لغوه کولو لپاره Esc فشار ورکړئ.