Close Menu
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب WhatsApp لینکدین TikTok ټیلیګرام
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
رجحان
  • ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې
  • د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده
  • د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی
  • روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی
  • طالبانو د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالې درې اوسېدونکي نیولي دي
  • یوناما: په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لاهم وخیم دی
  • ریچارد بنت: طالبان دې د بشر حقونو په نړیواله ورځ معترضې مېرمنې ازادې کړي
  • طالبانو په تخار کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او مېرمن یې وژلي دي
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp ټیلیګرام TikTok
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
ګډون وکړئ
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
کور پاڼه » د مغزو تیښته؛ د پوهنتون یو زرو او ۱۲۹ استادانو افغانستان پریښودلي دي
افغانستان

د مغزو تیښته؛ د پوهنتون یو زرو او ۱۲۹ استادانو افغانستان پریښودلي دي

19 اکتوبر 2023څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
شریکول
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته، دغه هېواد د پوهنتونونو د استادانو د تېښتې له څپې سره مخ شو. د “بینا تلویزیون” موندنې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې له ۳۷ دولتي پوهنتونونو او ۱۳۷ خصوصي پوهنتونونو څخه یو زرو او ۱۲۹ استادان له افغانستانه وتلي دي.


زیاتره استادان چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې تدریس ته د دوام ورکولو پر ځای له افغانستان څخه د وتلو لاره غوره کړې، د ماسټرۍ یا دوکتورا سندونه لري.
د کابل پوهنتون د يوه پوهنځي پخوانى رييس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د طالبانو له خوا د پوهنتون د استادانو د علمي ازادۍ محروميت، سپکاوى او رواني شکنجې دوى له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.
هغه وويل، کله چې جمهوري نظام سقوط وکړ، په پوهنتونونو کې ناوړه سياسي فضا رامنځته شوه: “استادان له هېواد څخه وتلو ته اړ شول او اوس هم مطلق اکثريت استادان له هېواده د وتلو په هڅه کې دي، ځکه چې ازاديانې اخيستل شوي دي.”

 کابل پوهنتون لوی زیانمند

د «بینا ټلویزیون» د موندنو پر بنسټ، کابل پوهنتون د افغانستان د نورو پوهنتونونو په پرتله، خپل کدرونه له لاسه ورکړی دی. دغه پوهنتون چې په افغانستان کې تر ټولو لوی علمي او تعليمي مرکز پیژندل کیده، اوس د فرانسوي ژبې په څیر څانګو کې استادان نه لري.
د ساينس، جيولوجي، ژورناليزم، کمپيوټر ساينس، ښکلي هنرونه، حقوق او سياسي علومو پوهنځي هم د استادانو د پریښودو له امله د علمي کادرونو له کمښت سره مخ شوي او دا مهال د ژوندي پاتې کېدو له ازموينې سره مخ دي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي یو تن محصل مسعود احمدي وايي، په پوهنتون کې یوه عجیبه ګډوډي رامنځ ته شوې ده: «ستونزې دومره زیاتې شوې چې حتیٰ درس نشته، استادان تښتېدلي دي، او ځینو استادانو خپلې دندې پریښې او په کورونو کې پاتې دي. کابل پوهنتون له ګډوډۍ سره مخه ده.»
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي محصل هارون وايي، چې روان وضعیت محصلین ناهیلي کړي دي. هغه وويل: “استادانو پوهنتون پریښودلي او سړه فضا رامنځته شوې او د ځوانانو لېوالتيا ډېره کمه شوې ده.”

داسې خلا چې به هیڅکله ډک نشي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسي جرګې داسې یو قانون تصویب کړی وو چې د هغه پربنسټ هغه استادان چې د لیسانس سند لري باید د ماسټرۍ تر کچې خپلې زده کړې په پنځو کلونو کې ورسوي. نو پخواني نظام، په بهر کې د پوهنتونونو د استادانو د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره میلیونونه ډالر ولګول.

د کابل پوهنتون استاد احمد خيبر فيضي، چې د همدې پروګرام په چوکاټ کې يې د چين له يوې پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او اوس په فرانسه کې اوسېږي، وايي دا ممکنه نه ده، چې د هغو استادانو چې ماسټري او دوکتورا یې درلوده، د نشتون خالي ځای په دې نږدیو وختونو کې ډګ شي: «وضعیت شاته لاړ او د پوهنې سیسټم زیان ولید. د پوهنتونونو د استادانو وتل چې د لوړو زده کړو لکه دوکتورا او ماسټرۍ سره یې لسیزې تجربې درلودې، یو داسې خلا ده چې ډک به نشي او تریخ پایلې به ولري.»

په تیر نظام کې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې تر لسو زرو زیاتو استادانو تدریس کاوه، چې یو پر دریمه برخه یې ښځې وې. د پوهنتونونو د سلګونو استادانو د مهاجرت تر څنګ، که له کار څخه د ښځو محرومیت هم محاسبه کړو، په حقیقت کې د افغانستان پوهنتونونو له دېرش سلنه څخه زیات خپل استادان له لاسه ورکړي دي، داسې خلا رامنځته شوې ده چې هېڅکله به ډکه نه شي.

منتخب
شریکول. فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
Bina TV
  • ویب پاڼه

مربوطه لیکنې*

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

15 دسمبر 2023

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

طالبانو د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالې درې اوسېدونکي نیولي دي

10 دسمبر 2023

یوناما: په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لاهم وخیم دی

10 دسمبر 2023
یو نظر اضافه کړئ

نظرونه بند دي.

وروستی

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

15 دسمبر 2023

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

15 دسمبر 2023

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

11 دسمبر 2023
د خوښې وړ

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

سپورت 15 دسمبر 2023

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده به ۲۴ ساعته وروسته له خپل امریکایي…

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

سوداګرۍ 15 دسمبر 2023

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستان سره د برېښنا تړون یو کال…

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

افغانستان 11 دسمبر 2023

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشر حقونو شورا په مقر…

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

حفظ الصحه 11 دسمبر 2023

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه…

د مسلکي، بې پرې او ټول شموله خبرونو او راپورونو سره د پیښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیز ژمنتیا ده. نو د دې ژمنې د ثبات لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې زموږ همکار اوسئ.

Advertisement
Bina Bunner

د مسلکي، بې پرې او هراړخیز راپورونو سره د پېښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیزه ژمنتیا ده.
نو د دې ژمنې د عملي کولو لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې له زموږ سره همکار اوسئ.

زموږ ټولنیز رسنۍ:

فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp TikTok ټیلیګرام

د بینا خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

© 2025 ټول حقوق او ګټې د بینا تلویزیون لپاره خوندي دي.
  • کور پاڼه
  • زموږ په اړه
  • موږ سره اړیکه ونیسئ
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English

پورته ټایپ کړئ او د لټون لپاره Enter فشار ورکړئ. د لغوه کولو لپاره Esc فشار ورکړئ.