زموږ په اړه

بېنا ازاد او بې پرې ټلویزیون دی، چې د بیان ازادۍ او د بشري حقونو ارزښتونو ته تر بل هر څه زیات درناوی کوي.
دغه رسنۍ په فرانسه کې د یو شمېر خبریالانو په شخصي مالي مرسته او د یوې غیر دولتي موسسې په مرسته جوړه شوې او په لومړي ګام کې د (Binatv.com) ویب پاڼې او ټولنیزو رسنیو له لارې په فارسي، پښتو، فرانسوي او انګلیسي ژبو خپرونې کوي.
په داسې یو حالت کې چې په افغانستان کې د بیان ازادي او د رسنیو مسلکي کار محدود دی، د مسلکي او بې پرې راپورونو انعکاس د دې رسنۍ یو له مهمو معیارونو څخه دی.
بېنا ټلویزیون په هېڅ دولت او سازمان پورې تړلی نه دی.