سیمه ییزې سرچینې د بغلان ولایت په خوست و فرنګ ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو له لورې د درې کسو د نیولو خبر ورکوي.
یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، دغه پېښه نن د یکشنبې په سهار د لیندۍ په ۱۹ نېټه د بغلان ولایت خوست و فرنګ ولسوالۍ په دهنه یی سیمه کې رامنځته شوې ده.
حسن، حلیم او کمال هغه درې کسه دي، چې د طالبانو د استخباراتو له لورې نیول شوي دي.
سرچینه وایي، نیول شوي کسان ملکي وګړي دي، چې په موټر چلولو او دوکاندارۍ مصروف و.
له دې وړاندې هم د بغلان ولایت خوست و فرنګ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوي، چې تراوسه یې د سرنوشت په تړاو معلومات نشه.
دوه میاشتې مخکې د تېر حکومت یو عسکر چې اوسمهال یې لایني موټر چلاوه د طالبانو له لورې نیول شوی او ورسره بندي دی.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تراوسه د ملکي او نظامي کسانو د نیولو په تړاو څه ندي ویلي.