د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بنت وایي، طالبان دې د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په مناست د معترضو مېرمنو په ګډون د بشر حقونو فعالان له بند څخه ازاد کړي.
ښاغلي بنت د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۹ نېټه په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې لیکلي، د بشر حقونو د ټولو هغه فعالانو، چې د عدالت، کرامت او برابرۍ په برخه کې کار کوي درناوی ورته لري.
هغه لیکلي:« زه له طالبانو غواړم د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په تړاو دې طالبان په خپله اعلامیه کې د د سپتمبر ۱۹ نېټه د څلورو نیول شویو معترضو مېرمنو په کډون د بشر حقونو د ټولو فعالانو د ازادولو په نشر نمانځنه وکړي.»
د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ټینګار کړی، چې د بشر حقونو فعالان نه باید بندي کړای شي.
افغانستان پداسې حال کې د ډسامبر له ۱۰ یا د بشر حقونو له نړیوالې ورځې نمانځنه کوي، چې طالبانو یې د دوه کاله حاکمیت په دوران کې اوسېدونکي له اساسي حقونو محروم کړي دي.
اوسمهال له شپږم ټولګي پورته انجوني ښوونځیو ته د تګ اجازه نلري، د انجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوي او د دې ترڅنګ مېرمنې له ټولو سیاسي، اقتصادي او کلتوري فعالیتونو محرومې دي.
اوس هم څو معترضې میرمنې د طالبانو په بند کې دي، ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، ندا پرواني او پریسا ازاد هغه څلور معترضې میرمنې دي، چې لا هم د طالبانو په بند کې دي.
بینا تلویزیون ته په رارسېدلو راپورونو کې ویل شوي، چې له دې څلور معترضو مېرمنو یې دوه تنه د طالبانو د سختو شکنو لاندې وې چې روغتون ته لیږدول شوي.