طالبانو په تخار کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او مېرمن یې وژلي دي
سیمه ییزې سرچینې وایي، په تخار ولایت کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او د هغه مېرمن د طالبانو له لورې وژل شوي دي.
یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، دغه پېښه تېره د شنبې شپه د لیندۍ په ۱۸ نېټه د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ په کته قروق سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په وینا د طالبانو د استخباراتو غړي د شپې له خوا د ولسي پاڅونکونکو د دې پخواني قوماندان کور ته ننوتي، دی او د ده مېرمن یې په ډزو وژلي دي.
سرچینه وایي، یاد قوماندان بشیر نومېده او شپږ ورځې مخکې پدې نیت له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستون شوی و، چې عمومي عفوه شوې.
تراوسه د دې پېښې اصلي علت ندی معلوم.
له پاکستان څخه په زور د افغانانو له ستنولو سره هم مهاله د تېر حکومت د نظامیانو او کارمندانو نیونو او وژنو زور اخیستی.
له څه مودې راهیسې داسې خبرونه خپریږي، چې په کرښه د طالبانو د استخباراتو له لورې د تېر حکومت یو شمېر نظامیان او کارکونکي، هېواد ته له راستنېدو سره سم نیول شوي او یو شمېر یې وژل شوي هم دي.