د افغانستان د ازادۍ جبهه په کاپیسا ولایت کې د شپږو طالبانو د وژلو او زخمي کولو خبر ورکوي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۹ نېټه یې سهار د کاپیسا ولایت کوهستان حصه اول ولسوالۍ په خم زرګر سیمه کې د طالبانو یوه پوسته د افغانستان د ازادۍ جبهې غړو هدف ګرځولې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو خواوو ترمنځ نښتې څلویښت دقیقې دوام وکړ، چې په نتیجه کې یې ۴ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پدې عملیاتو کې درې مېله وسله، د یو میل پیکا په شمول د دوي لاس ته ورغلې او هم یې د طالبانو یو رنجر موټر له منځه وړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي همدارنګه د طالبانو هغه کومکي ډله چې د دې پوستې د ژغورنې لپاره راتلله د دوي د کمین سره مخ شوې، چې تراوسه یې د تلفاتو په اړه معلومات نشته.
پدې دوه نښتو کې د افغانستان د ازادۍ جبهې غړو ته زیان ندی اوښتی
طالبانو تراوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.