ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې په دې هېواد کې یو افغان د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوی دی.
د ترکي رسنیو د خبر په اساس دغه پېښه د چهارشنبې په شپه د لیندۍ په ۸ نېټه د دې هېواد په دینزلي ښار کې شوې ده.
ویل کیږي، نوموړی کس د نښتې پر مهال د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
تراوسه د دې پېښې په تړاو څوک ندي نیول شوي او نه یې په اړه نور معلومات په لاس کې شته.
دا پداسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې یو افغان د خپل کار د ترکیي مالک له لورې وژل شوی وه او د هغه جسد یې په اور سېزلی وه.
همدارنګه په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو نیولو زور اخیستی، چې په تېرو دوه وو ورځو کې ۱۵۶ افغان کډوال د ترکیې د پولیسو له لورې په بېلا بېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.
ویل کیږي، چې دغه افغان پناه غوښتونکي په پټو ځایونو کې اوسېدل چې د ترکیې پولیسو په عملیاتو کې نیولي وه.