په بدخشان ولایت کې ځینې سرچینې وایي، چې د طالبانو استخباراتو په بدخشان ولایت کې د حزب تحریر ۴۵ غړي نیولي دي.
بینا تلوېزیون ته یوې سرچینې ویلي، دغه کسان د تیرې یوې اونۍ راهیسې د بدخشان ولایت په بېلا بېلو سیمو کې نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه کسان په دوه بېلا بېلو عملیاتو کې نیول شوي، چې ۲۰ تنه یې په لومړي ځل او ۲۵ نور بیا په دویم ځل عملیاتو کې نیول شوي دي.
سرچینه وایي، د حزب تحریر ډلې د نیولو لړۍ روانه ده او دوي د داعش تروریستي ډلې سره د اړیکو د لرلو په تور نیول کیږي.
سرچینې همدارنګه ویلي، نیول شوي کسان ځوانان او زده کونکي دي.
تراوسه په بدخشان ولایت کې ځایي امنیتي مسوولینو پدې تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.
دا پداسې حال کې ده، چې له دې مخکې داسې خبرونه نشر شوي وه، چې طالبانو په افغانستان کې د حزب تحریر فعالیتونه ممنوع اعلان کړي دي.