د سرپل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند دین محمد نظري وایي، دغه پېښه تیره شپه د قوس میاشتې په ۵ نېټه د دې ولایت صیاد ولسوالۍ په دارقدوغ سیمه کې شوې ده.
وژل شوی کس نصیر احمد نومیږی او شل کلن وه.
ویل کیږي، چې نوموړی تیره شپه په خپل کور کې د ټوپک په مرمیو وژل شوی دی.
تراوسه د وژل شوي کس د قتل څرنګوالی ندی معلوم؛ خو د سرپل ولایت امنیه قومداني وایي، چې میرمن یې نیول شوې او لومړنۍ څیړنې ترې روانې دي.
دا پداسې حال کې ده، چې پدې وروستیو کې د مرموزو وژنو پېښو زور اخیستی.
په ننګرهار او هرات ولایتونو کې په بېلا بېلو تازه پېښو کې درې ملکي وګړي د نامعلومه وسله والو له لورې په ډزو وژل شوي دي.
څو ورځې وړاندې په هرات ولایت کې هم دوه شعیه دیني عالمان د نامعلومه وسله والو له لورې وژل شوي وه.