Author: Bina TV

په هرات ولایت کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت په کرخ او ګذره ولسوالیو کې د نامعلوه ټوپکوالو له لورې ۱۱ طالبان وژل شوي دي. یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، چې دغه پېښې د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۳ نېټه د هرات ولایت پدې دوه ولسوالیو کې رامنځته شوي دي. د سرچینې په وینا دغه نامعلوم ټوپکوال پر موټر سایکلونو سپاره وه، چې پر طالبانو یې ډزې کړي او وژلي یې دي. تراوسه د دې پیښې مسولیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی. طالبانو هم تراوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي. دا پداسې حال…

نور یی ولوله

پداسې حال کې چې د طالبانو له زورونې وروسته روغتون ته د ژولینا پارسی د وړلو خبر ورکړل شوو، ورسره جوخت ځینې سرچینې وایي، چې په پلچرخي زندان کې بله معترضه میرمن منیژه صدیقي هم د بد روغتیايي وضعیت سره مخ ده. د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۴ نېټه یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته وویل، چې د طالبانو د شکنجې او بیا بیا پوښتونو له وجې د منیژې صدیقي روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ندی. سرچینه وایي، منیژې صدیقي تازه د خپلې کورنۍ سره اړیکه کړې، چې ژر دې له زندانه د خلاصېدو لپاره لاس پکار شي.د دې…

نور یی ولوله

رسنیو خبر ورکړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان پولیسو نیولی دی. دغه پېښه نن دوشنبه د ډیسمبر په ۴ نېټه د کویټې ـ تربت په لویه لار شوې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ د رسنیو دفتر هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان پولیسو د منظور احمد پشتین د موټرو پر کاروان ډزې کړي دي. په اعلامیه کې راغلي دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د ښاغلي پشتین د موټرو کاروان له چمن څخه د تربت پر لور روان وه. منظور پشتین هم پر ټولنیزه رسنۍ ایکس لیکلي، چې…

نور یی ولوله

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر ویلي، طالبانو پرته د وسله والې مبارزې څخه بله لار نده پرېښې. د ملي مقاومت جبهې مشر د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۳ نېټه د وینا ناستې په دویمه ورځ وویل، د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه یوه مقدسه مبارزه ده؛ ځکه طالبانو د وسله والې مبارزې پرته بله لار نده پرېښې. نوموړي همدارنګه ویلي، د طالبانو سره د وسله والې نښتې لپاره د هیچا اجازې ته اړتیا نلري. ښاغلي مسعود ویلي، اوسمهال د طالبانو پر وړاندې درې ډوله مبارزه په مخکې لري، لومړۍ د ازادۍ لپاره مبارزه، چې پکې…

نور یی ولوله

په کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې حکومت یې د افغانانو سره ۵۸.۴ مېلیونه ډالره مرسته کوي. د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۳ نېټه په کابل کې د جاپان سفارت په ایکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي، چې له دې مرستې یې موخه، په افغانستان کې د بشري مرستو کولو ډاډ ورکول دي. دې سفارت لیکلي« موږ تمه لرو، چې دا مرسته به د افغانانو د ژوند خوندیتوب او پر ځان بسیا افغانستان کې مرسته وکړي.» ویل کیږي، چې دا مرسته به د نړیوالو بشري مرسته رسونکو ادارو او د جاپان د غیرې دولتي ادارو له لورې په…

نور یی ولوله

په دایکندي کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت د احصایې او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عنایت الله الهام په یوه ترافیکې پېښه کې ژوند بایللی دی. دا پېښه د دایکندي ولایت د پاتوی ولسوالۍ په تمزا سیمه کې د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۱ نېټه شوې ده. د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۲ نېټه د احصایې او معلوماتي ټکنالوژۍ ملې ادارې په یوه خبر پاڼه کې د عنایت الله الهام مړینه منلې ده. ویل کیږي پدې پېښه کې د الهام دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي. تراوسه د دې پېښې په تړاو طالبانو نور معلومات ندي…

نور یی ولوله

د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۲ نېټه د اتریش په ویانان کې د احمد مسعود په شتون کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو غونډه پیل شوه. د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې لیکلي، دا د یو « ولسواک افغانستان» لپاره په ویانا کې دریمه ناسته ده. ښاغلي نظري ویلي، پدې ناسته کې د سیاسي ګوندونو استازو، د مدني ټولنو غړو او د ښځو د حقونو فعالانو برخه اخیستې. نوموړي زیاته کړې« موږ د یو قوي او متمرکز اپوزیسیون د جوړېدو په تړاو بحثونو پیل کړي» دغه ناستې په…

نور یی ولوله

د افغانستان د ازادۍ جبهه په کاپیسا ولایت کې د شپږو طالبانو د وژلو او زخمي کولو خبر ورکوي. د افغانستان د ازادۍ جبهې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۹ نېټه یې سهار د کاپیسا ولایت کوهستان حصه اول ولسوالۍ په خم زرګر سیمه کې د طالبانو یوه پوسته د افغانستان د ازادۍ جبهې غړو هدف ګرځولې. په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو خواوو ترمنځ نښتې څلویښت دقیقې دوام وکړ، چې په نتیجه کې یې ۴ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي،…

نور یی ولوله

د خورشید تلوېزیون یوې پخوانۍ کارمندې د طالبانو له ویرې ځان وژنه کړې په کابل کې سرچینې وایي، د خورشید تلوېزیون پخوانۍ کارمندې حسنا سادات د طالبانو نه د درلودونکي ویرې له امله ځان وژنه کړې ده. بینا تلوېزیون ته یوې سرچینې ویلي، چې دغه پېښه د پنجشنبې په شپه د لیندۍ په ۹ نېټه په کابل ښار کې شوې ده. د سرچینې په وینا د طالبانو استخبارات د شپې له خوا د حسنا سادات کور ته دننه شوي او حسنا سادات له دوي څخه د وحشي ویرې لرلو له امله د خپل کور له چت څخه ځان غورځولی او…

نور یی ولوله

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې په دې هېواد کې یو افغان د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوی دی. د ترکي رسنیو د خبر په اساس دغه پېښه د چهارشنبې په شپه د لیندۍ په ۸ نېټه د دې هېواد په دینزلي ښار کې شوې ده.ویل کیږي، نوموړی کس د نښتې پر مهال د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی. تراوسه د دې پېښې په تړاو څوک ندي نیول شوي او نه یې په اړه نور معلومات په لاس کې شته. دا پداسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې یو افغان د خپل کار د ترکیي مالک له لورې…

نور یی ولوله