Author: Bina TV

سپینه ماڼۍ وایي، له افغانستان څخه د پېښو ګواښونو د مخنیوي لپاره امریکایي ځواکونه له افغانستان دباندې حضور لري. تازه ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې سپینې ماڼۍ د امریکا کانګرس ته په یو لیک کې دا خبره کړې ده. د رسنیو په حواله، پدې لیک کې د امریکا متحده ایالاتو د جنګ پر اختیاراتو خبره شوې.د دې لیک په یوه برخه کې راغلي:« د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه له افغانستان د باندې استوګن دي، ترڅو له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو ګټو ته د ور پېښ خطر پر وخت اقدام وکړي.» سپینې ماڼۍ د امریکایي ځواکونو د نظامي اقداماتو…

نور یی ولوله

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه په بغلان کې د طالبانو ګارنېزون د قوماندان د دوه ساتونکو د وژلو خبر ورکوي. په هغه خبر پاڼه کې چې د دې جبهې له لورې نشر شوې پکې راغلي، د پنجشنبې په شپه د لیندۍ په ۱۶ نېټه د ملي مقاومت جبهې د غړو له لورې د بغلان په مرکز پلخمري کې د طالبانو ګارنیزون هدف ګرځول شوی. په خبر پاڼه کې راغلي، پدې برید کې د پلخمري لپاره د طالبانو د ګارنیزون قوماندان زخمي شوی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي. د ملي مقاومت جبهه وایي، پدې عملیاتو…

نور یی ولوله

په تخار ولایت کې سرچینې وایي، چې د نامعلومه وسله والو له لورې د یو ملکي وګړي سر پرې شوی دی. یوې سرچینې بینا تلویزیون ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د لیندۍ په ۱۶ نېټه د دې ولایت بنګي ولسوالۍ په میرزابچه سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینې په وینا وژل شوی کس عبدالوکیل نومیږي، چې د تخار ولایت د بنګي ولسوالۍ د میرزابچه سیمې اصلي اوسېدونکی وه. سرچینه وایي، وژل شوی کس دوکاندار وه، چې له طالبانو او یا د طالبانو ضد جبهو سره یې اړیکه نلرله. په ورته وخت کې یوې بلې سرچینې ویلي، چې…

نور یی ولوله

سرچینو بینا تلوېزیون ته ویلي، چې په تېرو درې ورځو کې طالبانو د پروان ولایت په ګلبهار او باګرام ولسوالیو کې ۹۰ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون نیولي دي. د سرچینې په وینا دغه کسان يه تېرو درې ورځو کې د پروان ولایت په ګلبهار او باګرام ولسوالیو کې د طالبانو د استخباراتو له لورې نیول شوي دي. سرچینې همدارنګه ویلي، چې د چهارشنبې له ورځې د لیندۍ له ۱۵ نېټې د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کې کور په کور پلټنې پیل کړي او دا لړۍ روانه ده. ویل کیږي، دا پلټنې په کابل، پروان او کاپیسا…

نور یی ولوله

په کابل کې سرچینې وایي، چې د طالبانو اړوند کسانو د ولسي جرګې د یوې وکیلې کور په اور سیځلی دی. سرچینه وایي، چې دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۵ نېټه د وزیر محمد اکبر خان په ۱۷ سړکدکې رامنځته شوې ده. سرچینه وایي، دغه کور د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې شکیلا هاشمي دی، چې د طالبانو اړوند کسانو سوځولی دی. که څه هم تراوسه د دې کور د سوځولو علت ندی معلوم؛ خو دا کور د هغه کور په ګاونډ کې دی، چې تېر کال پکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وه وژل…

نور یی ولوله

په پروان ولایت کې سرچینې وایي، چې یو سیمه ییز خبریال پدې ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له لورې نېول شوی دی. سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، چې دغه پېښه د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۴ نېټه د پروان ولایت، جبل سراج ولسوالۍ په قلعه صحرا سیمه کې شوې ده. سرچینه وایي، دغه خبریال ضمیر ظهیر نومیږي، چې د خبریالۍ ترڅنګ یې د یو کال لپاره د تېر حکومت د پروان والي په دفتر کې هم دنده ترسره کړې ده. سرچینه وایي، د طالبانو استخباراتو د نیولو پر مهال دغه خبریال سخت وهلی دی. ویل کیږي،…

نور یی ولوله

د پنجشیر د والي پر دفتر د افغانستان د ازادۍ جبهې په برید کې د پنجشیر والي د دوه ساتونکوو په ګډون څلور طالبان وژل شوي دي. د افغانستان د ازادۍ جبهې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د چهارشنبې په شپه د لیندۍ ۱۵ نېټه ۷:۳۰ یې د پنجشیر د ولایت مقام پر دفتر اوپراتیفي عملیات کړي. په اعلامیه کې راغلي پدې عملیاتو کې یې د پنجشیر د والي دوه ساتونکوو په ګډو څلور طالبان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. د ازادۍ جبهې ویلي، تراوسه د پنجشیر د والي د سرنوشت په…

نور یی ولوله

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندق اعلان کړی، چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې ۲۵ مېلیونه یورو مرسته کړې. په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۵ نېټه د یونسف له خوا نشر شوې پکې راغلي، د اروپایې ټولنې له خوا یاد صندق ته دغه د مرستو بسته په افغانستان کې د ښوونځیو د بهبود لپاره دغه ځانګړې شوې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې لاهم زیات شمېر ښوونځې مناسب چاپیریال، صحي اوبه، روغتیاي امکانات او ښوونیز مواد نلري. یونسف وایي له…

نور یی ولوله

په خوست ولایت کې یوه سرچینه وایي، چې دغه کس د طالبانو استخباراتو د سختو شکنجو لاندې ساه ورکړه. یوې سرچینې بینا تلوېزیون ته ویلي، چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۴ نېټه د خوست ولایت په علي شیر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د سرچینې په وینا دغه د پوخ عمر سړی حاجي میرولک نومېده، چې د طالبانو په زندان کې وه او هلته یې د سختو شکنجو لاندې ساه ورکړې او مړ شوی دی. سرچینه وایي، دغه کس د تېر حکومت سره ښې اړیکې لرلې او ترې یې ملاتړ کولو، چې په همدې…

نور یی ولوله

ایا چریکي حملې او د طالبانو ضد جریانونو سیاسي فعالیتونه به دغه ډله سرکوب یا د یو ګډ حکومت جوړېدو ته مایله کړي؟ دا او دې ته په ورته موضوعاتو پدې راپور کې کتنه شوې ده. د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پخواني لوی درستیز یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې بینا تلوېزیون ته ویلي، چې په تېرو څه کم دوه کلونو کې یې له (۱۱۵۰) زیاد طالبان په چریکي او مخامخ نښتو کې وژلي او ټپیان کړي دي. د ازادۍ جبهې مطبوعاتي دفتر وایي: « د ۱۴۰۰ کال د حوت په ۹ نېټه دغه جبهه…

نور یی ولوله