Close Menu
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب WhatsApp لینکدین TikTok ټیلیګرام
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
رجحان
  • ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې
  • د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده
  • د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی
  • روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی
  • طالبانو د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالې درې اوسېدونکي نیولي دي
  • یوناما: په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لاهم وخیم دی
  • ریچارد بنت: طالبان دې د بشر حقونو په نړیواله ورځ معترضې مېرمنې ازادې کړي
  • طالبانو په تخار کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او مېرمن یې وژلي دي
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp ټیلیګرام TikTok
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
ګډون وکړئ
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
کور پاڼه » د طالبانو ضد جبهو زیاتوالی او بسیج دغه ډله سرکوب کولی شي
افغانستان

د طالبانو ضد جبهو زیاتوالی او بسیج دغه ډله سرکوب کولی شي

5 دسمبر 2023څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
شریکول
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp

ایا چریکي حملې او د طالبانو ضد جریانونو سیاسي فعالیتونه به دغه ډله سرکوب یا د یو ګډ حکومت جوړېدو ته مایله کړي؟ دا او دې ته په ورته موضوعاتو پدې راپور کې کتنه شوې ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پخواني لوی درستیز یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې بینا تلوېزیون ته ویلي، چې په تېرو څه کم دوه کلونو کې یې له (۱۱۵۰) زیاد طالبان په چریکي او مخامخ نښتو کې وژلي او ټپیان کړي دي.

د ازادۍ جبهې مطبوعاتي دفتر وایي: « د ۱۴۰۰ کال د حوت په ۹ نېټه دغه جبهه تاسیس شوه، چې له همدې نېټې راوروسته یې په بېلا بېلو ولایتونو کې د چریکي ډلې له لورې ۱۶۰ بریدونه شوي دي»

د ازادۍ جبهې د رسنیو دفتر بینا ټلوېزیون ته زیاته کړه، د روان کال د نمبر په میاشت کې یې په بېلا بېلو ولایتونو کې پر طالبانو ۲۰ بریدونه کړي دي، چې له ۴۰ زیات طالبان پکې وژل شوي او له ۲۵ زیات ټپیان شوي دي.

د نومبر په میاشت کې پر طالبانو د ازادۍ جبهې د بریدونو نوملړ

دغه جبهه وایي، په خپلو ټولو بریدونو کې یې هڅه کړې، چې ملکي وګړو ته زیان وانه وړي، چې تراوسه د دوي په بریدونو کې هیڅ ملکي وګړی نه وژل شوی او نه ټپي شوی دی.

که څه هم تراوسه طالبانو په رسمي ډول د ازادۍ جبهې او ملي مقاومت جبهې بریدونو ته غبرګون ندی ښودلی، خو د شنبې په ورځ د نومبر په ۲ نېټه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د فراغت په غونډن کې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وویل: « تاسو باید د خپلو خلکو د خوندي ژوند لپاره هر ډول قرباني ورکړئ»

په همدې کال کې د افغانستان د ازادۍ ملي جبهې مخکښ او د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالستار حسیني وایي، د طالبانو ډله د پاکستان په ملاتړ جوړه شوې او په تېرو دوه کلونو کې یې ډېر بشر ضد برخوردونه کړي دي.

ښاغلی حسیني، پدې باور دی، چې ډله به یې د طالبانو پر وړاندې بریالۍ شي او وایي: « افغان ملت، نظامي ځواکونه او هغه خلک چې پر افغانستان یې زړه درد کوي باید د افغانستان د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي، ځکه طالبان د پاکستان نوکران دي او د افغان ملت پورې اړه نلري.»

ایا د افغانستان د ازادۍ جبهه ملي مقاومت جبهې څخه په چریکي بریدونو کې مخکې ده؟

که څه هم د ملي مقاومت جبهې مشرانو او غړو د دې جبهې د نظامي فعالیتونو په تړاو معلومات وړاندې نکړل، ولې یو شمېر شنونکي د ملي مقاومت جبهې په پرتله د ازادۍ جبهې چریکي ډله برلاسې بولي.

ولې د دې شنونکو بر خلاف په نړیوال سټیج او سیاسي فعالیتونو کې د ملي مقاومت جبهه مخکښه ده.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د اتریش د وینا دریمې ناستې په دویمه ورځ وویل، د طالبانو پر وړاندې وسله واله مبارزه مقدسه مبارزه ده او دې ډلې افغانانو ته له وسله والې مبارزې پرته بله لار نده پریښې.

د چارو د کارپوهانو په وینا په لرو او نږدې هېوادونو کې د طالبانو د سیاسي مخالفانو په ځانګړي ډول د ملي مقاومت جبهې سیاسي فعالیتونه د افغانستان د راتلونکي سیاسي او نظامي جریانونو سره مرسته کوي.

پدې وروستیو میاشتو کې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود فرانسې، کاناډا، روسیه او اتریش ته سفرونه لرل، چې د دې هېوادونو له مقاماتو او سیاستمدارانو سره یې لیدلي دي.

د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې ترڅنګ یو شمېر نورو جبهو هم د موجودیت اعلان کړی دی او فعالیتونه یې لرل.
له دې ډلې د افغانستان د متحدې جبهې په نوم د جریان یادونه کولی شوو، چې د افغان پوځ د پخوانیو جنرالانو او سیاستمدارانو له لورې په امریکا کې جوړه شوه.
د دې جبهې مشري د افغان پوځ د یو پخواني جنرال سمیع سادات په غاړه ده.

که څه هم دا جبهه په افغانستان کې نظامي فعالیت نلري، د دې جبهې مطبوعاتي دفتر بینا تلویزیون ته ویلي: « د افغانستان متحدې جبهې او نورو جبهو د افغانستان د ازادۍ او یو ګډ هدف ته د رسېدو لپاره فعالیتونه شروع کړي، ترڅو افغانستان د طالبانو او نورو تروریستي ډلو څخه پاک کړي، د اساسي قانون حاکمیت ته لار حواره کړي او حکومت افغانانو ته وسپاري.»

په ورته وخت کې د بسیج ملي په نوم یوې بلې ډلې هم په ځینو سیمو کې د طالبانو پر ضد د مبارزې خبر ورکړی.
دې ډلې د دوشنبې په ورځ د ډسامبر په ۴ نېټه په یوه نشر کړې ویډیو کې ویلي، چې ځواکونه یې په اندراب کې ځای پر ځای شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزي د ځانګړو ځواکونو د فراغت په غونډه کې که څه هم د کومې جبهې نوم وانه خیست خو وه یې ویل، دغه ډلې د افغانستان د خلکو په ګټه ندي او د یو «توت» قدرې ارزښت ورنکړئ.

ولې سیاسي فعال ویس ناصري وایي، د طالبانو پر وړاندې سیاسي او نظامي فعالیتونه به په اوږودمهال کې د افغانستان د ازادۍ سبب شي.

ښاغلي ناصري وویل:« طالبانو په زور، ظلم، ستم انتحار او انفجار سره واک او سیاسي حاکمیت غصب کړ او د خپلې ایډیالوژۍ د ټینګښت لپاره یې ټول خلک له صحنې لرې کړل، د دې ډلې پر ضد اقدام یو اخلاقي او اسلامي امر دی.»

که څه هو د چارو شنونکي د طالبانو پر وړاندې د دې جبهو فعالیتونه د بریا څرک ګڼي، خو د طالبانو پر وړاندې د دې ټولو جبهو یوالی د بریا لار پشنهاد کوي.

غوره وروستی
شریکول. فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
Bina TV
  • ویب پاڼه

مربوطه لیکنې*

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

15 دسمبر 2023

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

15 دسمبر 2023

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

11 دسمبر 2023
یو نظر اضافه کړئ

نظرونه بند دي.

وروستی

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

15 دسمبر 2023

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

15 دسمبر 2023

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

11 دسمبر 2023
د خوښې وړ

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

سپورت 15 دسمبر 2023

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده به ۲۴ ساعته وروسته له خپل امریکایي…

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

سوداګرۍ 15 دسمبر 2023

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستان سره د برېښنا تړون یو کال…

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

افغانستان 11 دسمبر 2023

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشر حقونو شورا په مقر…

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

حفظ الصحه 11 دسمبر 2023

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه…

د مسلکي، بې پرې او ټول شموله خبرونو او راپورونو سره د پیښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیز ژمنتیا ده. نو د دې ژمنې د ثبات لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې زموږ همکار اوسئ.

Advertisement
Bina Bunner

د مسلکي، بې پرې او هراړخیز راپورونو سره د پېښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیزه ژمنتیا ده.
نو د دې ژمنې د عملي کولو لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې له زموږ سره همکار اوسئ.

زموږ ټولنیز رسنۍ:

فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp TikTok ټیلیګرام

د بینا خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

© 2025 ټول حقوق او ګټې د بینا تلویزیون لپاره خوندي دي.
  • کور پاڼه
  • زموږ په اړه
  • موږ سره اړیکه ونیسئ
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English

پورته ټایپ کړئ او د لټون لپاره Enter فشار ورکړئ. د لغوه کولو لپاره Esc فشار ورکړئ.