د نړۍ د سولې له وضعیت څخه په تازه خپاره شوي راپور کې افغانستان د نا امن ترین او ایسلینډ د امن ترین هېواد په توګه وپېژندل شوي دي.
په ټولنه کې د امنیت او خوندیتوب کچه، داخلي او نړیوال موجوده تاوتریخوالی، په هېواد کې امنیتي کچه هغه مرحلې دي، چې پدې راپور کې څیړل شوي دي.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له خوا په نشر شوي راپور کې راغلي، چې سږ کال افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امن هېواد دی.
پدې راپور کې د نړیوالې سولې او نا امنۍ په موخه د سیمې ۱۶۳ خپلواک هېوادونه چې د نړۍ ۹۹.۷ سلنه نفوس تشکیلوي تر څیړنې لاندې نیول شوي دي.
د دې راپور پر بنیاد په نړیواله سوله کې په سلو کې .،۴۲ سلنه کموالی راغلی.
دا دیارلسم کموالی دی چې په تېرو ۱۵ کلنونو کې په نړیواله سوله کې راځي.
پدې مینځ کې په ۲۰۲۲ کال کې ۸۴ هېوادونه امن ترین هېوادونه شوي وه، ولې د ۷۹ هېوادنو امنیت او ارامښت کم شوی وه.
د دې راپور پر بنسټ افغانستان د نړۍ یو له نا امن ترین او ایسلینډ د امن ترین هېواد په توګه پېژندل شوي.
یمن، سوریه، جنوبي سوډان او د کنګو دیموکراتیک جمهوریت په نمبر سره له افغانستان وروسته د نړۍ نا امن هېوادونه دي.
پدې راپور کې راغلې چې د روسیې او اوکراین جنګ د دې سبب شوی دی، چې شاید د هغه هېوادونو په کتار کې وشمېرل شي، چې د بدترې سولې شاهدان اوسي.
برتانیا د تېر کال په پرتله د یو قدم په شاتګ سره د نړۍ ۳۷ امن هېواد راغلی دی او د سولې د وضعیت په رتبه بندۍ کې بره قرار لري.
ویل کیږي، چې دا راپور د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې د اسرایلو او فلسطین تر منځ د جنګ او په ایسلینډ کې د دوامدارې اور لګیدنې مخکې جوړ شوی دی.
ویل کیږي، د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ چې مرکز یې د اسټرالیا په سیډني ښار کې دی، ځان یو ازاد فکره، غیرې حزبي او غیرې نظامي معرفي کوي، هر کال د نړۍ د امن ترین او نا امن ترینو هېوادونو په تړاو راپور خپروي.