Close Menu
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب WhatsApp لینکدین TikTok ټیلیګرام
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
رجحان
  • ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې
  • د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده
  • د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی
  • روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی
  • طالبانو د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالې درې اوسېدونکي نیولي دي
  • یوناما: په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لاهم وخیم دی
  • ریچارد بنت: طالبان دې د بشر حقونو په نړیواله ورځ معترضې مېرمنې ازادې کړي
  • طالبانو په تخار کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او مېرمن یې وژلي دي
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp ټیلیګرام TikTok
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
ګډون وکړئ
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
کور پاڼه » معترضې میرمنې: د انجونو پر زده کړو بندیز د بشرحقونو څخه سرغړونه ده
ښځې

معترضې میرمنې: د انجونو پر زده کړو بندیز د بشرحقونو څخه سرغړونه ده

27 نوومبر 2023څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
شریکول
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp

د «انقلاب زنان افغانستان» تر نامه لاندې معترضې میرمنې یو ځل بیا د انجونو د ښونځیو او پوهنتونونو د خلاصېدو غوښتونکې شوې

دغه میرمنو د یکشنبې په ورځ د قوس میاشتې په ۵ نېټه په خپل اعتراض کې ټینګار کړی، چې د طالبانو له لورې د انجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل یو له تاوتریخجنو پرېکړو څخه ده.

د دوي په وینا د طالبانو په حاکمیت کې افغان میرمنې له ټولو انساني حقونو څخه بې برخې دي.

دا معترضې میرمنې وایي، چې میرمنې او حتآ سړي د بېکارۍ او فقر له وجې ځان وژنې ته مجبور شوي دي.
دا پداسې حال کې ده، چې د امریکا او نړۍ له لورې په مرسته کېدونکو پیسو طالب مشران ځانته نوي کورونه جوړوي او د دویم او دریم واده په لټه کې دي.

د معترضو میرمنو په وینا کې راغلي: « د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د ۱۵ نېټې د جمهوریت له سقوط وروسته افغان میرمنې د زده کړو، کار، شخصي امنیت، انساني کرامت، د بیان له ازادۍ، د ټاکلو له حق او په ټوله کې له انساني حقونو بې برخې شوي دي.»

دوي همدارنګه ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د انجونو پر زده کړو بندیز د هیڅ ډول توجیه وړ ندی او اوږود مهالي منفي تاثیرات به ولري.

د معترضو میرمنو په خبره، افغان میرمنې په نړۍ کې د تاوتریخوالي یو له لویو قربانیانو دي.

دا پداسې حال کې ده، چې طالبان د واک ترلاسه کولو وروسته د میرمنو پر فعالیتونو د محدودیتونو په لګولو بوخت دي.
افغان میرمنې د دې ډلې تر واک لاندې په کور ناستې دي.
له شپږم ټولګي پورته انجوني ښوونځیو ته د تګ اجازه نلري او همدارنګه پوهنتونونه د انجونو پر وړاندې تړلي دي.

په ورته وخت کې دې معترضو میرمنو ویلي، چې پریسا ازاد، منیژه صدیقي، ندا پرواني د میړه او څلور کلن زوي سره او همدارنګه د د خپل زوی سره ژولیا پارسي د طالبانو له خوا زنداني او شکنجه شوي دي.
دوي لا هم د طالبانو په بند کې دي او تراوسه یې په اړه هیڅ معلومات نشته

غوره وروستی
شریکول. فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
Bina TV
  • ویب پاڼه

مربوطه لیکنې*

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

15 دسمبر 2023

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

15 دسمبر 2023

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

11 دسمبر 2023
یو نظر اضافه کړئ

نظرونه بند دي.

وروستی

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

15 دسمبر 2023

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

15 دسمبر 2023

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

11 دسمبر 2023
د خوښې وړ

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

سپورت 15 دسمبر 2023

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده به ۲۴ ساعته وروسته له خپل امریکایي…

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

سوداګرۍ 15 دسمبر 2023

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستان سره د برېښنا تړون یو کال…

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

افغانستان 11 دسمبر 2023

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشر حقونو شورا په مقر…

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

حفظ الصحه 11 دسمبر 2023

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه…

د مسلکي، بې پرې او ټول شموله خبرونو او راپورونو سره د پیښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیز ژمنتیا ده. نو د دې ژمنې د ثبات لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې زموږ همکار اوسئ.

Advertisement
Bina Bunner

د مسلکي، بې پرې او هراړخیز راپورونو سره د پېښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیزه ژمنتیا ده.
نو د دې ژمنې د عملي کولو لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې له زموږ سره همکار اوسئ.

زموږ ټولنیز رسنۍ:

فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp TikTok ټیلیګرام

د بینا خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

© 2025 ټول حقوق او ګټې د بینا تلویزیون لپاره خوندي دي.
  • کور پاڼه
  • زموږ په اړه
  • موږ سره اړیکه ونیسئ
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English

پورته ټایپ کړئ او د لټون لپاره Enter فشار ورکړئ. د لغوه کولو لپاره Esc فشار ورکړئ.