د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي چې د دغه هېواد له هرو دوو وګړو څخه یو یې له رواني ستونزو سره مخ دی.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که څه هم ټول افغانستان وګړي له تراژیکو پېښو او رواني-ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، خو دغه وضعیت د لږ تر لږه د ۱۳ ولایتونو د اوسېدونکو لپاره په یو “سخت بحران” بدل شوی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلی دی: «له هرو دوو افغانانو څخه یو یې د رواني خفګان څخه رنځ وړي او له هرو پنځو کسانو څخه یو یې په خپل رول کې د رواني روغتيا لامله زیان لیدلی دی.»
طالبان په افغانستان کې د رواني ستونزو ستر لامل
د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) په راپور کې راغلی دی چې په افغانستان کې د رواني ستونزو د زیاتیدو یو اصلي عامل د طالبانو له خوا د افغانستان پر وګړو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه دي.
اوس مهال د افغانستان وګړي د بې وزلۍ او بې روزګارۍ ترڅنګ د هر ډول روحي فشارونو، د شخصي او ټولنيزو ازادیو د نشتوالي او د طالبانو د ډلې له خوا د ګواښونو او خپلسرو نيولو بار هم په غاړه لري.
د مزارشريف اوسېدونکى محمد داوود وايي، چې د ذهني فشار د ډېرېدو له امله د شپې د خوب ګولۍ استعماوي: «باور وکړئ، چې د خلکو لپاره د خوب له ګوليو پرته خوب کول ډېر ستونزمن کار دى. زموږ انجونې د خپلو تړل شوي ښوونځي لپاره پوښتنه کوي او موږ د دوی لپاره هیڅ ځواب نه لرو. دا درد ډیر دردونکی دی.»
د بدخشان ولايت د فيض اباد ښار اوسېدونکې خاطره يفتلي چې د پخواني حکومت په يوه دولتي اداره کې يې کار کاوه، وايي چې په کور کې د بندي کېدو له امله يې او نږدې ټول ملګري يې د خپګان له ستونزو سره مخ دي.
خاطره له «بینا» ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «موږ اوس په خپلو کورونو کې بندیان یو، چې له امله یې موږ له رواني ستونزو سره مخ شوي یو. په کور کې یوازې ناست سره انسان له ډول ډول افکارو سره مخ کېږي او خپګانو سره مخ کېږي، چې وروستۍ خپګان ځان وژنه ده.»
د افغانستان ښار او کلي مرستې ته اړتیا
د روغتیا نړیوال سازمان وړاندوینه کړې دی چې نږدې ۱۷.۶ میلیونه افغانان چې ۵ میلیونه یې ښاري او ۱۲.۶ میلیونه کلیوال اوسیدونکي دي روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د افغانستان د ۱۷،۶ میلیونه اړو وګړو له ډلې څخه ۵۳ سلنه یې ماشومان، ۴۴ سلنه یې مشران او پاتې ۳ سلنه یې د پاخه عمر کسان دي.
دې حال سره، د تیر حکومت د کابل د عامې روغتيا مشر خوشحال نبيزاده وايي، چې نړيوال سازمانونه په خپلو راپورونو کې د بېوزلۍ او روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د نه لاسرسي په څېر مسايلو ته په احتياط سره چلند کوي.
د افغانستان د پخواني رژیم دغه چارواکی په دې باور دی چې اصلي ستونزه له هغه څه ډېره ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي: «ټول هغه عوامل چې د رواني ستونزو لامل کېدای شي په افغانستان کې موجود دي. بې وزلي، د کار ناامني او د ژوند په وضعیت کې ناڅاپي بدلون یو بل فکتور دی چې تاسو یې شاهد یاست. افغانستان په ټولیزه توګه د مایوسۍ په بستر بدل شوی دی او دا وضعیت د دې لامل کیږي چې د افغانستان وګړي رواني روغتیا نه لري او د ټولنیز له نظره په مناسب حالت کې نه دي.»
د افغانستان د جغرافیې څلویښت سلنه اوسیدونکي له بحران سره مخ دي
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې که څه هم د افغانستان په هېڅ برخه کې وضعیت د قناعت وړ نه دی، خو رواني ستونزې او فقر د هېواد د نږدې څلوېښت سلنه جغرافیې د اوسېدونکو لپاره په یوه سخت بحران بدل شوی دی.
دغه سازمان وايي په پام کې لري چې ۳.۹ میلیونه ښاري او ۱۰.۱ میلیونه کلیوالو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
خو د کابل ښار اوسېدونکې مروه وايي، تر هغه چې ښځې په خپلو کورونو کې بنديانې وي او د فعاليت او کار اجازه وه نه لري، رواني ستونزې به همداسې دوام ولري: «ښځې له هر ډول کارونو منع دي او اوس په خپلو کورونو کې ژوند کوي. بې وزلۍ او په کور کې د ښځو دوامدار پاتې کېدل کورنۍ تاوتریخوالی زیات کړی دی او زموږ زیانمنتیا یې زیاته کړې ده.»
اکثره نړیوال سازمانونه په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د دغه هیواد اکثره اتباع په بشپړې نا امیدۍ کې دي.