Close Menu
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب WhatsApp لینکدین TikTok ټیلیګرام
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English
رجحان
  • ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې
  • د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده
  • د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی
  • روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی
  • طالبانو د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالې درې اوسېدونکي نیولي دي
  • یوناما: په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لاهم وخیم دی
  • ریچارد بنت: طالبان دې د بشر حقونو په نړیواله ورځ معترضې مېرمنې ازادې کړي
  • طالبانو په تخار کې د ولسي پاڅونکونکو یو پخوانی قوماندان او مېرمن یې وژلي دي
فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp ټیلیګرام TikTok
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
  • کور پاڼه
  • افغانستان
    • ښځې
  • نړۍ
    • فرانسه
  • مهاجرت
  • چاپیریال
  • هنر او کلتور
  • ویډیوګانې
  • نور
    • تحلیل
    • څیړنه
    • سپورت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • سوداګرۍ
    • حفظ الصحه
    • ځانګړي پروګرامونه
ګډون وکړئ
بینا تلویزیونبینا تلویزیون
کور پاڼه » د طالبانو پر ضد د دیني عالمانو وژنه؛ د دې قتلونو تر شا د چا لاس دی؟
افغانستان

د طالبانو پر ضد د دیني عالمانو وژنه؛ د دې قتلونو تر شا د چا لاس دی؟

25 اکتوبر 2023څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
شریکول
فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp

دوه ورځې وړاندې د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۳مه) د هرات ولایت د علماو شورا د غړي حجت الاسلام اعتمادي په وینو لړلی او په مرمیو لګېدلی جسد په غوریان ولسوالۍ کې له خپل کور سره نږدې وموندل شو.

دغه ديني عالم چې د غوريانو ولسوالۍ د خاشرود په کلي کې د جامع جومات خطيب و، يوه ورځ مخکې د ناپېژانده وسله والو له لوري له موټر څخه ښکته او نامعلوم ځاى ته يووړل شو.

د خاشرود کلي يو اوسېدونکی، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي “بينا” ټلويزيون ته وويل: «ښاغلي اعتمادي د مړي د ښخولو له مراسم وروسته له هديرې څخه د خپل کور پر لور روان و، چې کور ته څېرمه يې ناپېژاندو وسله والو مسافر وړونکي موټر ودرولو او ښاغلي اعتمادي یې له ځانه سره بوتلل. نن مو د هغه جسد وموند او کورنۍ ته مو وسپارل.»

د حجت الاسلام اعتمادي وژنه د هغو دیني عالمانو د وژلو د زیاتیدو تازه پیښه ده چې د طالبانو د شریعت له تعریف سره موافق نه وو او په پټه او کله په ښکاره یې مخالفت کاوه.

د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې د ۱۰۰ دیني عالمانو وژل

د «بينا» ټلوېزيون د يوې څېړنې موندنې ښيي چې هغه ديني عالمان چې له طالبانو سره يو ځای نه دي او يا هم د دې ډلې د دين او شريعت له قرائت سره خلاف دي، تعقیب کیږي، ګواښل کېږي، نيول کېږي، له منبر څخه منع کېږي او يا هم وژل کېږي.

په دې څېړنه کې “بینا” ټلویزیون وشوه کولای چې د افغانستان له ۱۶ دیني عالمانو سره خبرې وکړي. ۱۴ دیني عالمانو د امنیتي ګواښونو او د نیول کېدو او وژنو د وېرې له امله د نومونو د نه اخیستلو غوښتنه وکړه، یوازې یو سني عالم او یوه شیعه عالم په دې راپور کې د خپلو نومونو له یادولو سره موافقه وکړه.

د هغوی په وینا، د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو ترڅ کې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ، ختیځ او لویدیځو ولایتونو کې زیاتره دیني عالمان په نښه او ترور شوي دي.

د کابل ولایت د علماوو د شورا پخوانی مشر مولوي عبدالقادر قانت «بینا» ټلویزیون ته وایي، زیاتره هغه علما چې د حق او عدالت غږ پورته کوي، د بریدونو په نښه کیږي او غږ یې غلی کیږي: «د طالبانو د دوو کلونو واکمنۍ په ترڅ کې په کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان، بلخ، فاریاب، سرپل، غور، ننګرهار او هرات او همدا راز په ننګرهار ولایت کې هم د سني او هم د شیعه شاوخوا سل دیني عالمان وژل شوي دي او د تیرو وختونو په څیر هیڅ یوې ډلې مسوولیت نه دی اخیستی او نه اخلي.»

په افغانستان کې پر شیعه دیني عالمانو هدفي بریدونه

یو له شیعه دیني عالمانو څخه خالقداد بلاغي وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د وردګو، بامیان، دایکندي او غزني په ولایتونو کې د شیعه دیني عالمانو پر وړاندې څو سیسټماتیک او هدفي ترهګریز بریدونه شوي دي. یوازې په بغلان ولایت کې د امام زمان پر جومات په برید کې لږ تر لږه درې شیعه دیني عالمان وژل شوي دي.

ښاغلي بلاغي له «بینا» ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د هدفي بریدونو په سربیره اوس مهال هم هغه شیعه دیني عالمان چې د طالبانو د ډلې له کړنو سره موافق نه دي، یا دوی یو طرف ته ایستل کیږي او یا هم زندان ته ځي: «هماغه د جمهوري حکومت د دورې حالات تکرارېږي او ډېری تکړه اشخاص په ځانګړې توګه دیني عالمان په سیستماتیک ډول د وژنو لپاره په نښه کېږي، همدارنګه هغه دیني عالمان چې په افغانستان کې د واکمن نظام مخالف دي، په تېرو دوو کلونو کې لرې شوي او یو شمېر دیني عالمان د اهل تشيعو په تکیه خانو کې د ګواښونو له څپې سره مخامخ دي.”

د دیني عالمانو د وژلو عاملین څوک دي؟

د افغانستان د خلکو د مذهبي او دودیز طبیعت او د خلکو په منځ کې د دیني عالمانو د ځانګړي دریځ له امله، طالبان او بله کومه ډله د دیني عالمانو د وژنې مسوولیت په غاړه نه اخلي.

خو ځينې سرچينې وايي، چې په غور او بغلان ولايتونو کې لږ تر لږه دوه ديني عالمان او د جومات خطيبان د جمعې د لمانځه په خطبو کې د طالبانو د مشر ملا هيبت الله د نوم اخیستلو څخه د سرغړونې له امله وژل شوي دي.

نږدې اوه میاشتې وړاندې، مفتي محمد نذیر معنوي د غور ولایت په فیروزکوه ښار کې د طالبانو د استخباراتو د ښاري ادارې په سل مترۍ کې د ماښام له لمانځه په راستنېدو وروسته ووژل شو او مولوي نورالدین هم یوه ورځ وروسته له هغه ووژل شو چې د طالبانو پر مشر یې په ښکاره نیوکې وکړه.

مولوي نورالدين چې ازبک و، د بغلان ولايت په بورکه ولسوالۍ کې له وژل کېدو يوه ورځ مخکې ویلي وه، چې په قرآن کې دا نه دي راغلي «هر بزګر، شپون يا بل څوک د جمعې د لمانځه په خطبه کې ياد شي.»

غوره
شریکول. فیسبوک ټویټر ایمیل ټیلیګرام WhatsApp
Bina TV
  • ویب پاڼه

مربوطه لیکنې*

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

15 دسمبر 2023

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

طالبانو د بغلان ولایت د خوست و فرنګ ولسوالې درې اوسېدونکي نیولي دي

10 دسمبر 2023

یوناما: په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت لاهم وخیم دی

10 دسمبر 2023
یو نظر اضافه کړئ

نظرونه بند دي.

وروستی

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

15 دسمبر 2023

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

15 دسمبر 2023

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

11 دسمبر 2023

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

11 دسمبر 2023
د خوښې وړ

ازادې سیالۍ: افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده له خپل امریکایي سیال پر وړاندې

سپورت 15 دسمبر 2023

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده به ۲۴ ساعته وروسته له خپل امریکایي…

د افغانستان د برېښنا شرکت: ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځېده

سوداګرۍ 15 دسمبر 2023

د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د ازبکستان سره د برېښنا تړون یو کال…

د بشر حقونو شورا ناسته: د افغانستان وضعیت د دې ناستې یو له موضوعاتو دی

افغانستان 11 دسمبر 2023

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشر حقونو شورا په مقر…

روان کال افغانستان کې ۲۵۱۳ کسانو د حاد تنفسي ناروغۍ له وجې ژوند بایللی

حفظ الصحه 11 دسمبر 2023

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه…

د مسلکي، بې پرې او ټول شموله خبرونو او راپورونو سره د پیښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیز ژمنتیا ده. نو د دې ژمنې د ثبات لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې زموږ همکار اوسئ.

Advertisement
Bina Bunner

د مسلکي، بې پرې او هراړخیز راپورونو سره د پېښو پراخ پوښښ زموږ بنسټیزه ژمنتیا ده.
نو د دې ژمنې د عملي کولو لپاره په کره او ژورو معلوماتو کې له زموږ سره همکار اوسئ.

زموږ ټولنیز رسنۍ:

فیسبوک X (Twitter) انسټاګرام یوټیوب لینکدین WhatsApp TikTok ټیلیګرام

د بینا خبر پاڼه کې ګډون وکړئ

© 2025 ټول حقوق او ګټې د بینا تلویزیون لپاره خوندي دي.
  • کور پاڼه
  • زموږ په اړه
  • موږ سره اړیکه ونیسئ
  • فارسی
  • پښتو
  • Français
  • English

پورته ټایپ کړئ او د لټون لپاره Enter فشار ورکړئ. د لغوه کولو لپاره Esc فشار ورکړئ.