د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انسټیټیوټ وايي، د ۲۰۲۳ کال د ښځو د نړیوال وضعیت په شاخص کې د نړۍ په ۱۷۷ هېوادونو کې افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد و.
د دغه انسټیټیوټ مشر جیني کوګلمن د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو راپور خپور کړ او ویې ویل: «د افغانستان ټولیزه نمره د ۲۰۱۷ کال په پرتله نږدې ۳۰ سلنه ټیټه ده او لامل يې د تاوتريخوالي د کچې خرابېدل او د ټولنې د مصونيت خرابېدل دي.»
په دغه راپور کې چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په مالي لګښت د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیز مرکز له خوا چمتو شوی دی، افغانستان د ۰.۲۸۶ نمرو په لرلو سره د ۱۷۷ هېوادونو په کتار کې وروستی ځای لري.
په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې سره، د اوسلو د سولې د څیړنیز مرکز مشر ال ټریګیستیډ وویل چې دا راپور باید د نړۍ د مشرانو لپاره د خطر زنګ په توګه عمل وکړي: «له2021 کال راهیسې، افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره ترټولو بده درجه ترلاسه کړه. افغانې ښځې هره ورځ پرته بې له هیڅ دندې، بې له زده کړې او په خپل ژوند کې بې له هیڅ خپلواکۍ ویښېږي. همدا اوس د ښځو یو ملت په زندان کې دي.»
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو د خپلې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو محروم دي او د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورې زده کړې ځنډول شوې دي.
خو د طالبانو د رژیم چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
نو پدې حال، د اوسلو د سولې څیړنیز مرکز ویلي دي چې ټول هغه هیوادونه چې د ۲۰۲۳ کال د شاخص په لاندې کټګورۍ کې دي د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو په اوږدو کې په وسله والو جګړو کې ښکیل دي او په دغو هیوادونو کې تر نیمايي زیاتې ښځې د جګړې سیمو ته نږدې ژوند کوي.
د دې راپور پر بنسټ، ډنمارک، سویس او سویډن په ترتیب سره د ښځو لپاره تر ټولو غوره هیوادونه دي، چې تر ټولو زیاتې نمرې لري.