د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې په اتلسمه ورځ، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اورشلیم ته سفر وکړ چې له اسراییلو سره د خپل هیواد پیوستون اعلان کړي او د ټولو یرغملشویو خوشې کولو ډاډ ترلاسه کړي.
ښاغلي مکرون تایید کړه چې پر اسراییلو د حماس په برید کې ۳۰ فرانسوي اتباع وژل شوي او د دغه هېواد ۹ نور اتباع د حماس له خوا یرغمل شوي دي. هغه د دغو فرانسوي اتباعو وژنه د “تاریخ یوه توره پاڼه” وبلله.
د دغه سفر په ترڅ کې ښاغلي مکرون د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې وړاندیز وکړ چې نړیوال ائتلاف چې اوس په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت (داعش) پر ضد جګړه کوي، د حماس پر وړاندې هم مبارزه کولی شي.
د اسرائیلو له صدراعظم سره له کتنې مخکې د فرانسې ولسمشر د دغه هېواد له ولسمشر او د حماس د حملو د فرانسوي-اسرائیلي قربانیانو له ژوندی پاتې شویو کسانو سره هم وکتل.
هغه د اسرائیلو له ولسمشر سره په خپل کتنه کې ویلي دي چې دغه هېواد باید د حماس ډلې پر ضد له «د شخړو له خپرېدو په پرته» مبارزه وکړي.
خو د فرانسې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون استازې او غړې اورلین تشه له «بینا» ټلویزیون سره په خبرو کې د فلسطینیانو د حقوقو په دفاع باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې اسرائیل په فلسطینیانو باندې استعماري سیاستونه تحمیلوي: «که موږ څه ونه کړو، اسرائیلي پوځ به نوره هم مداخله وکړي او ډیریو کسانو ته به چې ملکي خلک دي، زیان ورسوي. دا زموږ مسوولیت دی چې د دې مداخلې په وړاندې ودریږو.»
د شمېرو له مخې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې شاوخوا شپږ زره فلسطینیان وژل شوي دي. اسرائیلي چارواکو هم ویلي چې حماس ۱۴۰۰ اسرائیلي وژلي دي.